د افغانستان د درملیزو خدمتونو تولنه په هېواد کې د درملو د کمښت او د بیو له لوړوالي څخه خبر ورکوي.

د درملیزو خدمتونو د ټولنې رییس اسدالله کاکړ سلام‌وطندار ته ویلي، د درملو د کمښت ستونزه مخ په زیاتېدو ده او که حل نه‌شي، هېواد به په راتلونکو دوو میاشتو کې د مهمو درملو له نه‌شتون سره مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه د درملو د بیو لوړېدو او کمښت ستونزو ستر لامل د خوړو او درملو د خپلواکې ادارې نوې طرحه او ګمرکي ستونزې بولي او په وینا یې، د لابراتوارونو د کمښت له امله د هېواد په ګمرکونو کې وارد شوي درملو ته اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د خوړو او درملو ادارې د نوې طرحې پربنسټ، مجاز درمل ۱۷۰۰ قلمه دي، خو بازار کې ۱۲۰۰۰ قلمه درملنو ته اړتیا ده چې له دې سره د درملو د کموالي ستونزه جدي شوې او نرخونه یې هم لوړ شوي دي.

د هغه په وینا، نورو هېوادونو ته د پیسو لېږد کې ستونزې هم د دوی پر وړاندې له جدي ننګونو څخه دي. د درملیزو خدمتونو ټولنې رییس له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د خوړو او درملو ملي اداره بېرته له عامې روغتیا وزارت سره یوځای کړي، څو دې برخه کې شته ستونزې حل شي.

د کابل د یوشمېر درملتونونو خاوندان هم ګمرکونو کې د درملو بندېدو او د بیو لوړېدو او نورو ستونزو څخه شکایت کوي او وايي، که یې ستونزې حل‌ نه‌شي د درملو بیه به نوره هم لوړه شي.

وموغوښتل چې د هېواد په  ګمرکونو کې د درملو د بند پاتې کېدو او په بازارونو کې د درملو د بیې لوړېدو په اړه د درملو ملي ادارې د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شوو.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر بیا سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه موضوع دوی پورې تړاو نه لري.

خو نوموړي ټينګار وکړ چې د روغتیا وزارت په وار وار له اړوند ادارو سره ناستې کړي او د درملو په اړه ستونزې هم تر یوه ځایه حل شوي دي.

هغه وویل: «کومه طرحه چې د هغوی له‌خوا اتحادیو ته ورکړل شوې، هغوی غواړي د دې طرحې له فشار څخه ځان راوباسي، ځکه دا مسله یې په لاره اچولې چې ګواکې درمل کم شوي او یا دا اداره اجازه نه ‌ورکوي چې درمل وارد کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې عام خلک هم په بازارونو کې د درملو د بیو له لوړېدو څخه شکایت کوي او له اړوندو ادارو غواړي چې د درملو پر وړاندې ستونزې هوارې او نرخونو او کیفیت ته یې جدي پام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام