د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اړیکو پر اهمیت، د بشري وضعیت پر ښهوالي، او د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړې دي.
همدارنګه د دواړو خواوو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراخېدو او د ستونزو د حل په اړه هم نظرونه تبادله شوي دي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي «په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې ریچارډ لینډسي افغانستان ته پر خپل سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم په وروستیو راکټي بریدونو کې په اوښتو ځاني تلفاتو د تسلیت مراتب وړاندې کړل او وې ویل، تاوتریخوالی باید ختم او پر باور جوړولو زیات کار وشي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په راپور کې ویل شوي چې د اسلامي امارت استازي د اړیکو پر پیاوړتیا، د بشري مرستو پر دوام او د افغانانو د اساسي اړتیاوو د پوره کېدو ټینګار کړی دی.
همدارنګه له نړیوالو غوښتل شوي چې د افغانستان په اړه د واقعیتونو پر بنسټ تعامل وکړي او د افغان ولس د ملاتړ لپاره همکاري زیاته کړي.
دغه راز په لیدنه کې د راتلونکو اړیکو د دوام او د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم د زیاتوالي پر اړتیا هم ټینګار شوی، څو د شته ستونزو د حل لپاره اغېزمنې لارې وموندل شي.