Asset 1SWN

سلام وطندار

له ګاونډیو هېوادونو ۸۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

کډوال تورخم (2)

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسون مسوولان وايي چې پرون سه‌شنبه، غويي اتمه، له ګاونډیو هېوادونو څخه شاوخوا ۴,۴۸۶ افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

په دغو کسانو کې له ۸۵۰ څخه زیاتې کورنۍ شاملې دي.

دغه افغانان داسې مهال له ګاونډیو هېواونو بېرته هېواد ته راستنېږي چې ملګرو ملتونو له دې وړاندې ویلي و، له راستنېدونکو څخه یوازې ۱۱سلنه یې پر کار بوخت دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ 


همدارنګه دوه ورځې وړاندې هم شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې وې.

ملګريملتونه وایي چې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري هستوګنې پروګرام وايي چې د تېرکال له نږدې درې میلیونه راستنېدونکو وروسته، د افغانستان نفوس شاوخوا ۱۰سلنه زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام