Asset 1SWN

سلام وطندار

کویټه کې چاودنې ۲۴ کسان وژلي او تر ۵۰ ډېر ژوبل کړي

24134238013613d (1)

د پاکستان د بلوچستان ایالت کویټه کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ژوبل شوي.

د راپورونو پراساس، چاودنه نن یکشنبه کویټې ښار کې د ریل‌ګاډي ته نژدې شوې چې تر ډېره په کې ښځو او ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې.

دغې چاودنې د ځاني زیان ترڅنګ، پراخه ویجاړي هم رامنځ ته کړې.

ځايي ادارې له دغې چاودنې وروسته د کویټې ښار روغتونونو کې بېړنۍ حالت اعلان کړی او ټول ډاکټران او طبي پرسونل دندې ته ورغوښتل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام