Asset 1SWN

سلام وطندار

وزګارتیا او لوړې بیې؛ د کابل اوسېدونکي: د توکو د پېر کچه مو کمه شوې

خوراکي توکي

د پلازمېنې کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له امله دوی د خپل ورځني ژوند د خوراکي توکو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

د دوی په وینا، وزګارتیا او د ثابت عاید نشتوالی، پر کورنیو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي. د کابل د څلورمې ناحیې اوسېدونکی نجیب‌الله وايي چې د پخوا په پرتله د هر څه بیې لوړې شوې دي.

هغه وویل: «نن سبا هر هغه څه چې موږ یې اخلو، د پخوا په پرتله ډېر ګران شوي دي. هغه توکي چې مخکې به په مناسب قیمت ترلاسه کېدل، اوس په ۱۵۰، ۱۷۰ او ان تر ۱۸۰ افغانیو پلورل کېږي. دې وضعیت زموږ پر ژوند جدي منفي اغېز کړی دی. زموږ اساسي ستونزې دوه دي: لومړی بېکاري، او دویم د بیو سخت لوړوالی.»

د کابل د یوولسمې ناحیې اوسېدونکی سرفراز وايي: «بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي. هغه توکي چې پخوا به په ۱۰ افغانیو اخیستل کېدل، اوس یې بیه ۳۰ او ۴۰ افغانیو ته رسېدلې ده. له بل‌خوا د کار او روزګار وضعیت هم خراب شوی چې پر موږ یې منفي اغېز کړی او ان د خوراکي توکو د پېرلو توان مو کم شوی دی. پخوا کار موجود و، خو اوس موږ د بېکارۍ له جدي ستونزې سره مخ یو.»

په همدې حال کې د کابل ښار هټۍ‌وال وایي، د هېواد بازار پر وارداتو د ډېرې تکیې او په نړیوالو بازارونو کې د توکو د بیو لوړېدو، دوی هم له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

ادریس چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې یو دوکاندار دی، وايي: «ځکه چې ډېری توکي له بهرنیو هېوادونو واردېږي، نو بیې یې هم د بهرنیو بازارونو پورې تړلې دي. ځینې وارداتي مواد ارزانه وي او ځینې نور بیا په لوړه بیه تمامېږي. کله چې توکي هېواد ته را داخل شي، دلته چمتو کېږي او بیا بازار ته وړاندې کېږي. اوس هم د بیو او د توکو د برابرولو په برخه کې ستونزې موجودې دي.»

عبدالکریم چې د لومړۍ ناحیې د خوراکي توکو پلورونکی دی، وایي: «بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي. د بېلګې په توګه، ځینې توکي چې پخوا به په څلور یا پنځه زره افغانیو اخیستل کېدل، اوس یې بیه له پنځلسو تر نولسو زرو افغانیو رسېدلې ده. بله لویه ستونزه دا ده چې پر بازار جدي څارنه نشته. که حکومت سمه او دوامداره څارنه وکړي، کولای شي د بیو د لوړېدو مخه ونیسي.»

له بل‌خوا، یوشمېر سوداګر هم وایي چې د ترانزیټي ستونزو او د ځینو سوداګریزو لارو تړل کېدو، د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو پر بیو مستقیم اغېز کړی او د نرخونو د لوړېدو لامل شوي دي.

محمدیاسر چې د خوراکي توکو سوداګر دی، په دې اړه زیاتوي: «د کراچۍ بندر تړل کېدل چې افغانستان او په ځانګړي ډول کابل ته له نږدې لارو څخه شمېرل کېږي، لامل شوي چې بدیلې لارې ډېرې اوږدې شي. نه یوازې دا چې لاره اوږده شوې، بلکې د توکو په بیو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.»

اقتصادي کارپوهان وایي، پر وارداتو او د ګاونډیو هېوادونو پر بازارونو د افغانستان تکیه، د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له مهمو لاملونو څخه ده.

اقتصادي شنونکی سیدمسعود وایي: «اساسي موضوع د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو شدیده اقتصادي تکیه ده. ایران او پاکستان د افغانستان بازار د خپلو توکو د خرڅلاو پر مرکز بدل کړی او افغانستان لا هم پر وارداتو متکي پاتې دی. دا اقتصادي وابستګي د دې لامل کېږي چې په سیمه کې هر ډول بحران د افغانستان د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز وکړي.»

په همدې حال کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وایي، سره له دې چې په سیمه کې ځینې ستونزې موجودې دي، خو د افغانستان د وارداتو او صادراتو بهیر لاهم روان دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخندزاده وایي: «باید یادونه وکړو چې دامهال د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر وړاندې کوم جدي خنډ شتون نه لري. یوازینی هېواد چې اوس‌مهال ورسره د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه راکمه شوې، پاکستان دی؛ خو له نورو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره سوداګریزې او وارداتي اړیکې دوام لري.»

بل‌خوا د کابل ښاروالي مسوولان وایي، د توکو د بیو لوړېدو د مخنیوي لپاره د نرخ‌نامو د وېش او پر دوکانونو د څارنې لړۍ روانه ده، څو په بازارونو کې د بیو د بې‌کچې لوړېدو مخه ونیول شي.

د کابل ښاروالي د فرهنګي چارو سلاکار نعمت‌الله بارکزی وایي: «د نرخ‌نامې موخه دا ده چې په کابل ښار کې هېڅوک اجازه ونه‌لري چې پر لومړنیو خوراکي توکو غیرمعقول ګټه واخلي او یا د ټاکل شوې بیې خلاف ګران‌فروشي وکړي. په نرخ‌نامه کې درج شوې بیې د مصرفي توکو لپاره دي چې د پلورونکي او دوکاندار د مناسبې ګټې په پام کې نیولو سره ټاکل شوې دي.»

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې له پرله‌پسې بدلونونو سره مخ شوې دي. اقتصادي شنونکي باور لري چې پر وارداتو د افغانستان تکیه، د ګاونډیو هېوادونو د بازارونو اغېز، او د ترانزیټي ستونزو دوام، د بیو د بې‌ثباتۍ له اساسي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د خلکو په باور، که د بازارونو پر وضعیت جدي څارنه زیاته شي، کورني تولیدات پیاوړي شي او سوداګریزو لارو ته اسانتیاوې برابرې شي، نو د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو ستونزه تر یوه بریده کنټرولېدای شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام