د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي او شاوخوا ۷۳زره او ۳۰۰ کسان اغېزمن شوي دي.
د اوچا د راپور له مخې، دغو ویجاړوونکو سېلابونو د بشري مرستو اړتیاوې په بېساري ډول زیاتې کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوچا همداراز ویلي چې په دې پېښو کې ۷زره او ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د راپور له مخې، د وري میاشتې له ۲۸مې د غویي تر ۶مې پورې پراخې کرنیزې ځمکې هم لهمنځه تللې دي.