Asset 1SWN

سلام وطندار

نړیوال بانک: روان کال به د انرژۍ بیې ۲۴سلنه لوړې شي

957e7bcd-80a8-4a70-a5b1-3122874393d4_16x9_1200x676

نړیوال بانک وړاندوینه کړې چې په ۲۰۲۶کال کې به د انرژۍ بیې شاوخوا ۲۴سلنه لوړې شي چې دا به د اوکراین د جګړې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.

یاد بانک په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، که څه هم تمه ده د منځني ختیځ بې‌ثباتي تر مې میاشتې راکمه شي، خو د کړکېچ دوام کولی شي بیې تر دې هم لوړې کړي.

راپور زیاتوي چې د هرمز تنګي له لارې د تیلو لېږد چې مخکې د نړۍ شاوخوا ۳۵سلنه سمندري نفت ترې تېرېده، سخت اغېزمن شوی او دا وضعیت د تیلو په عرضه کې تر ټولو لوی زیان بلل شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


 د برېنټ خام تیلو بیه د کال له پیله تر ۵۰سلنه لوړه شوې او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶کال کې به یې منځنۍ بیه ۸۶ ډالرو ته ورسېږي.

نړیوال بانک خبرداری ورکوي چې د انرژۍ بیو لوړوالی به د خوړو او سرو (کیمیاوي کودونو) بیې هم لوړې کړي چې د خوراکي توکو پر عرضه فشار زیاتوي. همداراز، تمه ده په پرمختیايي هېوادونو کې انفلاسیون ۵.۱ سلنې ته ورسېږي او که جګړه اوږده شي، لا به هم لوړ شي.

اقتصادپوهان وایي، دا وضعیت به تر ټولو ډېر پر بې‌وزلو هېوادونو منفي اغېز وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام