د انرژۍ نړیوال اژانس مشر فاتح بیرول وايي چې روان نړیوال کړکېچ د انرژۍ په برخه کې د تاریخ تر ټولو لوی ناورین جوړ کړی دی.
نوموړي نن سهشنبه، اپرېل ۲۱مه، ویلي چې روانې شخړې په نړیواله کچه د انرژۍ بېسارې ستونزې رامنځته کړې دي.
هغه ویلي: «دا بحران اوس ډېر پراخ شوی دی. که د روسیې سره د تېلو او ګازو د بحران اغېزې سره یوځای وکتل شي، دا واقعاً د تاریخ تر ټولو لوی بحران دی.»
بیرول دا څرګندونې د فرانس انتر راډیو سره په مرکه کې کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همداراز وویل چې د انرژۍ نړیوال اژانس په مارچ میاشت کې پرېکړه وکړه چې له ستراتیژیکو زیرمو څخه ۴۰۰ میلیونه بېرله تېل بازار ته راوباسي، څو د تېلو د بیو له لوړېدو سره مقابله وشي. دا لوړې بیې د امریکا او اسراییلو د ایران پر وړاندې د جګړې له امله زیاتې شوې وې.
د بیرول په وینا، دا وضعیت نه یوازې د انرژۍ بازارونه اغېزمن کړي، بلکې د نړۍ اقتصاد ته هم ژورې ستونزې رامنځته کوي.