سرپُل کې د اوبو رسولو شبکو نشتوالي خلک ستونزو سره مخ کړي

د سرپُل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دولتي اوبو رسولو شبکو ته لاسرسی نه لري او اړ دي چې ژورې څاه‌ګانې وکيندي؛ هغه وضعیت چې د دوی د ژوند لګښتونه یې زیات کړي.
د سرپُل اوسېدونکو په وینا، د څښاک اوبو ته لاسرسی تر بل هر وخت ستونزمن شوی او کله ناکله اړ کېږي چې له ناپاکو اوبو استفاده وکړي.

د هیلو څرک؛ میمنې ښار کې د بصیرې د کلچوپخولو کیسه

د فاریاب د میمنې ښار په یوه کوچني خو خوځنده کارخونه کې د تازه پخو کلچو ښکلې فضا خپره ده؛ داسې ځای چې د تنور تودوخه د یوې ځوانې نجلۍ له هڅو سره ګډه شوې او د هیلو یوه ژوندۍ کیسه ترې جوړوي.

په دې کارخونه کې ۲۳کلنه بصیره په خپلو لاسونو د اوړو پر ګډولو بوخته ده.

د انرژۍ نړیوال اژانس د انرژۍ اوسنی بحران تر ټولو لوی ناورین بللی

د انرژۍ نړیوال اژانس مشر فاتح بیرول وايي چې روان نړیوال کړکېچ د انرژۍ په برخه کې د تاریخ تر ټولو لوی ناورین جوړ کړی دی.

نوموړي نن سه‌شنبه، اپرېل ۲۱مه، ویلي چې روانې شخړې په نړیواله کچه د انرژۍ بې‌سارې ستونزې رامنځته کړې دي.

د کډوالو اېستلو لړۍ چټک‌کېدل؛ په تورخم ورځ کې تر زرو زیاتې کورنۍ راستنیږي

له یو میاشتني ځنډ وروسته چې تورخم دروازه بیرته د راستنېدونکو پرمخ پرانستل شوه، له دې لارې په ورځني ډول له زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنیږي.

د تورخم عمري مېشت غالي مسوولان وایي، کمپ کې د راستنو شویو لپاره اسانتیاووې برابرې دي، خو د ګڼې ګوڼې او د نړیوالو موسسو د پرسونل کمښت له امله ورته رسېدنه ستونزمنه ده.

ګوترېش: ټول لوري باید هرمزتنګي کې د تګ‌راتګ ازادي ته درناوی ولري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د هرمز تنګي کې د تګ‌راتګ پر محدودیتونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د نړیوالو سمندري تګ‌راتګ حقونه باید په بشپړه توګه بېرته عادي شي.

د نوموړي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي چې په وروستیو ورځو کې د دې مهمې لارې د وضعیت په اړه «ډېره ګډوډي» رامنځته شوې ده.

د امریکا او ایران خبرې؛ جي‌ډي ونس نن پاکستان ته ځي

تمه کېږي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس نن سه‌شنبه د ثور لومړۍ / اپرېل ۲۱ اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د «اکسیوس» خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه سفر ایران سره د ډیپلوماټیکو خبرو پر مخ وړلو او د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د پایته رسولو او د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د ممکنه حل لارو د څېړلو په موخه ترسره کېږي.