بلخ ولایت کې یو شمېر بزګران وایي، د وروستیو کلونو وچکالۍ او د اقلیمي بدلونونو له امله د اوبو کمښت ترڅنګ، د مراکشي ملخانو یرغل هم د دوی د کرنیزو حاصلاتو لپاره یو نوی ګواښ ګرځېدلی.

دوی وویل، هرکال د ملخانو د یرغل له امله یې کروندې سختې زیانمنیږي او درانه مالي زیانونه یې ګاللي دي.

دوو کروندګرو نوید او دین محمد د دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د دې افت د مخنیوي لپاره ورسره اړینې مرستې وکړي.

«شاوخوا دوه درې کاله کېږي چې دا ملخان موږ ډېر ځوروي. له دولته غواړو چې موږ سره مرسته وکړي، دواپاشي وشي، یا کومه حل‌لاره پیدا شي، ځکه موږ د ملخانو له لاسه ډېر ستړي شوي یو.»

«دغو ملخانو موږ ډېر په تکلیف کړي یو. شپه او ورځ زموږ فصلونه خرابوي. اوس هم زموږ په باغونو او ځمکو کې ملخان شته. له دولته غوښتنه کوو چې ورته پام وکړي، له نږدې وضعیت وګوري او دواپاشي پیل کړي، تر څو موږ له دې افت څخه خلاص شو.»

په همدې حال کې د بلخ یو شمېر کرنیز کارپوهان هم د ملخانو یرغل او موجودیت اندېښمنونکی ګڼي او وایي، که د دې افت مخه ونه نیول شي، د کرنیزو محصولاتو لویه برخه به چې د کورنیو د عاید مهمه سرچینه ده، له منځه لاړه شي.

د کرنیزو چارو متخصص عمران وویل، د دې افت پر وړاندې دودیزې او کیمیاوي لارې اغېزمنې دي.

«دا افت پرته له زهرو له منځه نه‌ځي. که څه هم موږ کولی شو بیولوژیکي او فزیکي لارې لکه د ځالو له منځه وړل وکاروو، خو کله چې اړتیا پېښه شي، دولت او د کرنې کارکوونکي کافي دوا لري او چمتو واوسي چې له بزګرانو سره مرسته وکړي. نه یوازې ملخان، بلکې نور افتونه هم کنټرولولی شي.»

د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان ټینګار کوي چې په زیانمنو ولسوالیو کې د ملخانو پر وړاندې مبارزه په هدفمند ډول پیل شوې.

د بلخ د کرنې ریاست د ترویج مدیر حسین عظیمي له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل:

«دا کمپاین په هغو ولسوالیو کې پلی کېږي چې زیانمنې شوي، لکه زاري، شولګره، چمتال، کشنده، چارکنت او نهرشاهي. موږ له مخکې پلانونه جوړ کړي. سږ کال به شاوخوا ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه تر پوښښ لاندې ونیسو، او ټول لازم امکانات لکه دوا، کاري ځواک او تجهیزات لرو او د ملخانو پر وړاندې مبارزې ته چمتو یو.»

له تېرو څو کلونو راهیسې له دوامدارې وچکالۍ سره یو ځای، د مراکشي ملخانو پرله‌پسې یرغل د هېواد په شمالي ولایتونو کې د کرنې سکتور د زیانمنېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي.

کارپوهان ټینګار کوي چې د دې افت پر وړاندې اغېزمنه مبارزه د اړوندو ادارو او بزګرانو ګډو او دوامداره هڅو ته اړتیا لري، کنه، د ملخانو د لا زیاتېدو او د کرنیزو حاصلاتو او کلیوالي اقتصاد د لا ډېرو زیانونو خطر به همداسې پر ځای پاتې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام