د هلمند ولایت محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په واشېر او مارجې ولسوالیو کې ملخانو پر کروندو یرغل کړی چې د مخنیوي په موخه یې سیمې ته د دوا شیندلو لپاره ټيمونه استولي دي.

 د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندی سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد ولایت په مارجې او واشېر ولسوالیو کې د صحرايي ملخانو د نسل زیاتېدو د مخنیوي په موخه یې سیمه ته مسلکي او فني ډلې لېږلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په یادو دوو ولسوالیو کې تراوسه پر لسګونه هکتاره ځمکه دوا شیندل شوې او د ملخانو له شتون څخه پاکه شوې ده.

هلمندی همداراز زیاتوي چې د دغه ولایت د کرنې ریاست د ملخانو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره کافي ماشینري او درمل په واک لري چې ټول یې د ملخانو تر یرغل لاندې سیمو ته استولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال چارواکي وايي، د دوا شیندلو یاد کمپاین به ټولو هغو سیمو ته وغځوي چې د ملخانو تر یرغل لاندې دي او یا هم  د ملخانو د یرغل ګواښ ورته متوجه دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام