په افغانستان کې د وچکالۍ پرلپسې دوام زرګونه کرنیز او مالداره کورنۍ اړ کړي چي خپل کلي او کورونه پرېږدي او ښارونو ته مخه وکړي.

له دې ډلې، د غزني ولایت یو‌شمېر کروندګر د دوی په سیمو کې د کرنې لپاره د کافي اوبو نه‌شتون له امله له څو کلونو راهیسې د غزني ښار مرکز ته راغلي او ځینې نورو ازاده کارونو لکه د لاسي توکو پلور ته مخه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دغو بزګرانو چې د وچکالۍ له امله د غزني ښار مرکز ته راغلی او اوس جوار خرڅوي لعل محمد دی. هغه وايي چې د غزني اندړ ولسوالي کې په جریبونو ځمکه لري، خو د کافي اوبو نه‌شتون له امله په ځمکو کې کار کول ورته بې ګتې او سخت شول.

لعل محمد په دې ولایت کې وروستیو ورښتونو ته خوښ دی او وايي، د راتلوونکي کال پسرلي کې خپل کلي ته ځي او خپلې ځمکې کري.

د غزني یو بل  اوسېدونکی احمد علي وايي، د واورو له ورښت سره کلي ته د تلو په فکر دی. هغه د خپل کلي د پرېښودو لامل؛ وچکالي بولي.

د غزني ولایت د کرنې او مالداري ریاست چارواکي هم د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د واورو له وروستیو ورښتونو خوشحاله دي.

د عزني ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ عمومي مدیر محمد ذکریا هوتک وایي، په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له کبله زیات شمېر خلکو خپلې کرنیزې ځمکې شاړې پرېښودې او ښارونه ته کډوال شول، خو د نوموړي په وینا، هیله ده چې وروستي ورښتونه دغه کروندګر بېرته خپلو مېنو ته وګرځوي او خپلې کروندې بیا زرغونې کړي.

یو‌شمېر اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان په څېر کرنیز هېواد کې د وچکالۍ دوام، د بې‌وزلۍ، وزګارتیا او کډوالیو لامل کیږي. د شنونکو په خبره، له کلیوـ ښارونو ته د انساني ځواک  کډوالي، ناورین زېږوي او ټولنه د لګښتیز ناورین لور ته راکاږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان یو کرنیز هېواد دی او تر ۷۰سلنه ډېر افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. په وروستیو کلونو کې د هېواد په ډېر‌شمېر ولایتونو کې د وچکالۍ او کافي اوبو نه‌شتون، کروندګر، دولت او بشري بنسټونه اندېښمن کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام