د جوزجان د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې د وچکالۍ او جګړې د پراخېدو له امله د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.  

د جوزجان د ولایتي شورا غړی حفیظ‌لله ندرت وایي، په روان کال کې وچکالي د دغه ولایت اوسېدونکي په جدي توګه ګواښي.

د جوزجان د ولایتي شورا د دغې غړي په خبره، که چېرې په دغه ولایت کې له اړمنو کسانو سره پر وخت بېړنۍ مرستې ونه شي، د دغه ولایت اوسېدونکي به له یو ستر ناورین سره مخ شي.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وایي، د جوزجان ولایت ۹۸سلنه اوسېدونکي له وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دي چې نه هم حکومت ورسره مرسته کړې او نه یې هم  نورو مرستندویه بنسټونو لاس نیوی کړی دی.د نوموړي په خبره، داسې کسان هم پېژني چې د لوږې له کبله پر خپلو خېټو تیږې تړي.

د جوزجان ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست شفیق‌الله تلاش هم وایي چې روان کال وچکالي په دغه ولایت کې خلک ډېر ځپلي او له ستونزو سره یې مخ کړي دي.

د نوموړي په وینا، په روان کال کې د اوبه‌ییزو غنمو حاصلات ۷۰سلنه، د للمي غنمو حاصلات ۱۰۰سلنه، خټکی او هندوانه ۳۰سلنه، شفتالو ۲۰سلنه او انګور بیا ۱۰ سلنه راټيټ شوي دي.



د جوزجان ولایت یو کروندګر غلام‌فاروق د حاصلاتو کمښت د اوبو نشتوالی، په پسرلي کې سړه هوا او د غبرګولي- جنګاښ په میاشت کې کمساري ګرمي په کوته کوي.

نوموړی زیاتوي چې په روان کال یې د ۶۰۰زرو افغانیو په ارزښت یې خټکي، هندواڼه او غنم کرلي وو چې حاصلات یې ورنه کړل او له دې امله سخت زیانمن شوی دی.

په ورته وخت کې د جوزجان محلي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې یې د حکومت او نورو مرستندویه موسیسو په همکاري، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام