د ننگرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې ګني ګښت کېږي چې ډېره برخه یې په کامې، بټي کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې دي چې د دغه ولایت د کرنې ریاست د مسوولانو په وینا، د تېرو کلونو په پرتله سږکال یې هم په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني وایي، سږکال په ننګرهار کې پر ۱۳۲۰ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي چې د اټکل له مخې به ترې شاوخوا ۶۰۰۰۰ ټنه حاصل تر لاسه شي چې دا د تېر کال په پرتله لوړې شمېرې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي، د شپږو ولسوالیو له ډلې په کامې ولسوالي کې په زیاته کچه د ګنیو کښت شوی چې له ډېرې برخې یې ګوړه جوړېږي او تمه ښایي چې د حاصل په زیاتوالي به د ګوړې تولید هم لوړ وي.  له دې سربېره چې له ګنیو ګوړه جوړيږي، دغه راز بازار کې د شربت او ګنډېریو لپاره هم پلورېږي.

سبحاني زیاتوي، په ډېرو سیمو کې بزګران له ګنیو سره نورې ترکارۍ هم پر خپلو ځمکو کري چې له دې درکه هم لوړ حاصل تر لاسه کوي. هغه وویل، کرنې ریاست له بزګرو سره د مشورې، درملو او نورو تخنیکي وسایلو په برخه کې هم مرسته کړې او تر تېر کال یې د سنیپ دوه برنامې له لارې په کامې ولسوالي کې له ګني د ګوړې جوړولو دوه ماشینونه هم بزګرو ته ورکړل شوي دي.

د ننګرهار د کامې ګوړه ډېر شهرت لري، پخوا یې کارونه سخت، خو اوس چې ټکنالوژي پرمختللې ده، د دوی چارې یې هم ور اسانه کړي. د ګاڼۍ خاوندان وايي، تېر کې به یې له ګڼي شربت د غوايانو او قولبو په مرسته ویسته، خو اوس ماشیونه لري او ډېر کار يې په لږ وخت کې ترسره کېږي.

ګانۍ کې د ګوړې جوړولو لپاره د شربت ویستلو ماشین او یو لوی تشت لګېدلی چې تر لاندې د ګنو د بور په وسیله ډېر اور بلېږي او کله چې شربت ښه ټينګ شي، بیا یې ګوړه کوي.

د عبدالله په نوم یو کس چې په کامه کې ګانۍ لري وایي، د وطنۍ ګوړې بازار ښه او پېرېدونکي یې زیات دي، ځکه خالص ده او نورې کیمیاوي مسالې یا توکي نه ورګډوي.

عبدالله زیاتوي، دوه ډوله ګوړه جوړوي، یو یې ساده او بله یې سونډينه ده، بېلابېلې وچې میوې ورسره ګډوي چې دلته د کاورنې سربېره یې خلک بهر ته هم د ډالیو په توګه وړي. عبدالله زیاته کړه، چې په کوچنۍ کارونه خونه کې ورسره تر لسو زیات کسان په دنده هم بوخت دي.

د ژمي د پيل سره سم چې ګني حاصل ته ورسېږي، نو ګانۍ هم خپل فعالیت پیل کړي، د تولید شوي ګوړې ډېره برخه یې ګاڼي کې پلورل کېږي او له بېلابېلو سیمو خلک د پیر لپاره ورځي.

د حامد په نو یو کس چې له جلال اباد څخه د ګوړې پیر لپاره ګاڼۍ ته راغلی. هغه وايي چې د کامې ګوړه خالصه او خوند یې زیاته دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وویل، غواړي ګوړې ته وچه میوه ورګډه کړي چې خپله یې د کارونې سربېره یو نږدې دوست ته د ډالۍ په توګه ورکوي.

افغانستان ته په لویه کچه ګوړه له پاکستان څخه وارديږي. باور دا دی که د ګنیو کر دود او ترې د ګوړې جوړولو ګاڼې زیاتې شي او حکومت هم پدې برخه کې مرسته وکړي، نو پرمټ یې لوړ عاید تر لاسه کېدای شي چې د کورني اقتصاد په پياوړتیا کې د پام وړ مرسته کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام