د «جلال‌اباد خواړه» د هغې مېلې او نندارتون نوم دی چې په لومړي ځل په‌کې د ننګرهار مشهور خواړه نندارې ته اېښودل شوي دي.

د خوړو دغه مېله او نندارتون چې بېلابېل کرنیز توکي، لاسي صنایع او نور کورني تولیدات او محصولات په‌کې نندارې ته اېښودل شوي، پرون د جلال‌اباد ښاروالي او کرنې ریاست په همغږۍ جوړ شو چې نه به هم دوام ولري.

په دې مېله او نندارتون کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي، د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل او یوشمېر نورو دولتي چارواکو او خلکو ګډون کړی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي دا ډول مېلې او نندارتونونه خلکو ته د کورنیو محصولاتو په ورپېژندلو او بازارموندنې برخه کې ګټور وبلل او په وینا یې، د افغاني محصولاتو او تولیداتو ډېری کورني او نړیوال قراردادونه د همدا ډول مېلو او نندارتونونو له لارې کېږي او بازار ته لاره مومي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل بیا په داسې حال کې چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو نه د هدفي ترورونو او مرګ‌ژوبلې خبرونه رارسېږي، د ننګرهار امنیتي وضعیت سم بولي او له خلکو غوښتنه کوي چې په دغه نندارتون او مېله کې پراخ ګډون وکړي.

د نوموړي په وینا، اوس خلک کولای شي د ننګرهار شلو ولسوالیو ته تګ‌راتګ وکړي او د دغه ولایت بېلابېلې سیمې، تولیدات او محصولات او تاریخي سیمې له نږدې وګوري.

په دغه نندارتون کې د نورو کسانو تر څنګ، کوچیانو هم خپل څاروي او تاریخي توکي نندارې ته ایښي دي. دوی د دا ډول نندارتون او مېلې د ګټورتیا تر څنګ، تر ډېره د خپلو ستونزو یادونه هم کوله.

که څه هم په دې مېله کې د ښځینه نندارچیانو ګډون کمرنګی ښکاري، خو یوشمېر کسبه‌کاره مېرمنو خپل د لاس جوړ توکي نندارې ته ایښي او دا ډول نندارتونونه او مېلې د کورنیو تولیداتو او په لاس جوړو توکیو ته د بازارموندنې په برخه کې ګټورې بولي.

ننګرهاریانو په دغه نندارتون کې د دغه ولایت مشهور خواړه، لکه سوکړک، سابه، څو ډوله کباب، کړایي، شورنخود او بېلابېلې مېوې، لکه مالټې او لیمو، وچې مېوې، بېلابېل نیالګي، لاسي صنایع، جامې، لرګین توکي او نور نندارې ته ايښي وو.

که له یو پلوه نندارتونونه او دا وړ فرهنګي مېلې له اقتصادي اړخه ګټورې دي، بله خوا د فرهنګ په پېژندنه کې هم مرسته کولای شي.

د «جلال‌اباد خواړه» په نوم دغه نندارتون او مېله کې د بلخ ولایت د ښځو چارو رییسې شهلا حدید هم ګډون کړی و. هغه وايي، نندارتونونه د ولایتونو د خلکو یوځای‌والي او وصل لپاره ښه فرصتونه برابروي.

په ننګرهار کې تر دې وړاندې هم د کرنیزو توکیو او لاسي صنایعو نندارتونونه جوړ شوي، خو د «جلال‌اباد خواړه» په نوم دغه مېله او نندارتون یې لومړنی هغه دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام