بلخ کې وزګارتیا د سوالګرو شمېر ډېر کړی

د اسلامي امارت په راتلو سره په هېواد کې ګڼ‌شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې شپې او ورځې تېروي. بلخ هم یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې د وزګارتیا او کار نه‌شتون له امله پکې د سوالګرو شمېر ډېر شوی دی.

پکتيا کې د ټلوېزیونونو بازار تود شوی

د جمهوري نظامي په بدلېدو سره خلکو او او ټلوېزیون پلورونکو اندېښنه لرله چې وسله‌وال طالبان به د پخوا په څېر پر ټلوېزیونونو محدوديت ولګوي، خو اوس یې په بازارونو کې پېر او پلور په ازاده توګه کېږي.
په پکتیا کې د ټلوېزیونونو د خرڅلاو بازار تر بل هر وخته ګرم شوی او کورنۍ، په ځانګړي ډول ځوانان ليدل کېږي چې نوي ټلوېزیونونه پېري او زاړه هغه بېرته جوړوي.

امریکا په افغانستان کې خپل پاتې نظامي تجهیزات ارزوي

د افغانستان د بیارغونې پلټونکې اداره یا سیګار وايي چې د امریکا دفاع وزارت خپل هغه نظامي تجهیزات ارزوي چې د افغانستان په واک کې یې ورکړي وو.
سیګار په یوه راپور کې لیکلي چې دا ارزونه د هغو احتمالي تجهیزاتو شمېر، ډول او ارزښت په بر کې نیسي چې د نظام له ړنګېدو مخکې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاتې وو.