د افغانستان د بیارغونې پلټونکې اداره یا سیګار وايي چې د امریکا دفاع وزارت خپل هغه نظامي تجهیزات، د هغو کره شمېر، ډول او ارزښت ارزوي چې د افغانستان په واک کې یې ورکړي دي.

سیګار په افغانستان کې د امریکا د نظامي تجهیزاتو په اړه یوه راپور کې لیکلي چې دا ارزونه د هغو احتمالي تجهیزاتو شمېر په بر کې نیسي چې د نظام له ړنګېدو مخکې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاتې وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سیګار زیاتوي، دفاع وزارت به د هغو نظامي تجهیزاتو شمېر او ډول هم وارزوي چې د جګړې پر مهال کم شوي، د وخت په تېرېدو سره زاړه او له کاره لوېدلي او دغه راز، هغه تجهیزات چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې له افغانستانه دباندې وو او یا هم اوس د طالبانو په لاس کې دي.

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تجهیزات ورکړي او تمویل کړي یې دي. د روان زېږدیز کال د اګېسټ تر پایه له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د هغوی ځینې نظامي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام