د سلام‌وطندار موندنې ښيي، هغه شرکتونه چې د زده‌کړو مشورتي خدمتونو په توګه کار کوي، داوطلبانو ته يې ژمنې خيالي دي او هېڅ تضمین موجود نه دی چې ګواکې زده‌کوونکي به بهر ته واستول شي ترڅو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

شمس یو له هغو داوطلبانو دی چې د زده‌کړو دوام لپاره يې دغو شرکتونو ته مراجعه کړې ده؛ خو مياشتو مياشتو ځنډ وروسته يې هم کومه پايله نه ده ترلاسه کړې. نوموړی سلام‌وطندار ته وايي، ۱۰ مياشتې وړاندې دغسې يوه شرکت ته ورغی او د شرکت مسوولانو ورسره ژمنه وکړه چې په ډېره لنډه موده کې به ورته بهر کې تحصيلي وېزه ترلاسه کړي؛ خو تراوسه يې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نعمت احمدي چې د دې درغلیو بل قرباني دی وايي، ډېرو داسې شرکتونو ته يې مراجعه کړې او ډېرو ورسره ژمنې کړي چې سل په سلو کې به يې بهر ته زده‌کړو لپاره لېږي؛ خو له شرکتونو یې هېڅ تضمین نه دی اخيستی.

احمدي وايي، ده د ته هغه چا له لوري چل ورکړل شوی چې ځان يې د لومړۍ مېرمنې د دفتر استازی او د يوناما همکار ياد کړی غولول شوی. چل ورکوونکي کس احمدي ته ژمنه ورکړې وه او ورته ويلي يې وه چې يوه کال  کې به بورسيه ورته پيدا کوي.

د نوموړي په وينا، د شرکتونو کس له نږې ۵۰ نورو کسانو هم د بورسونو په پلمه پيسې اخيستي او ورته ويلي يې دي؛ خو څه موده وروسته ورک شوي او هېڅ درک يې نشته.

احمدي وايي، ۳ زره ډالر يې پيل کې شرکت والا ته ورکړي او زياتوي، نور داوطلبانو له دې هم ډېرې پيسې ورکوي. نوموړی وايي: «هغه ادعا چې دا شرکتونه له بهرني پوهنتونونو سره اړیکې لري له دروغ پرته بل هېڅ نه دي.»

یو شمېر داوطلبان چې په ډېر لوړ لګښت يې د يادو شرکتونو له لوري تحصيلي وېزې ترلاسه کړي، دغه شرکتونه له ژمنو پر سرغړونو تورنوي.

محمد عارف چې ۱۰۰۰ ډالره يې ورکړي او د ترکيې يوه پوهنتون ته په بورس کې تللی وايي، د تحصيلي خدماتو شرکتونه يوازې لارښوونه کوي او بس او دغه شرکتو پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

د نوموړي په ​​وینا، شرکتونه داوطلبانو ته ژمنه ورکوي چې له هر ډول ستونزې پرته يې د خپلې خوښې پوهنځي کې شاملوي؛ خو  داسې نه ده او د ډېر پيسو په ورکړې سره هم کوم کار نه کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت وياند حامد عبيدي

سلام‌وطندار د زده‌کړو خدماتي شرکتونو له مسوولانو سره په خبرو کې موندلې چې دغه شرکتونه په بېلابېلو برخو او هېوادونو کې د زده‌کړو لپاره بېلابېلې پیسې غواړي او په بدل کې یې یوازې د زده‌کړیالانو لپاره نوملیکنه کوي. دغه شرکتونه د ویزو ترلاسه کولو، د سفر او نورو لګښتونو په برخه کې هېڅ ونډه نه اخلي.

د دغو شرکتونو د مسوولانو په وینا، په بهر کې د زده‌کړو لپاره نوملیکنه له زر تر ۱۰ زرو ډالرو پورې لګښت راځي. په پیل کې زده‌کړیالانو ته ویل کېږي چې د ویزو اخیستل به له یوې تر ۱۲ میاشتو پورې وخت نیسي او یا ښايي رد هم شي.

د یادو شرکتونو مسوولانو ادعا کوي چې ګڼ‌شمېر کسان یې د زده‌کړو لپاره بهر ته لېږلي، خو د دغو کسانو کره شمېرې نه ښيي. المان، ترکیه، اسټرالیا، هند او روسیه هغه هېوادونه دي چې د زده‌کړو خدماتي شرکتونه په‌کې د زده‌کړو او ویزو اخیستلو په اړه له زده‌کړیالانو سره ژمنې کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس د زده‌کړو مشورتي خدمتونو شرکتونه له دغه وزارت سره ثبت دي، په داسې حال کې چې په دې برخه کې فعال هغه بیا تر دې ډېر دي. دغه پنځه شرکتونه «برایټ فیوچر اورسېس، بلو سکای، کابل افغانستان، افغان کاروان ملت او سرو» دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د دغو شرکتونو خدمتونه ناقانونه بولي او وايي، فعالیت یې د دغه وزارت د بورسونه له لایحې سره سم نه دی. د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حامد عبیدي وايي، دغه وزارت د بورسونو لایحې پر بنسټ، ټول هغه غوښتونکو ته وړاندې کوي.

د نوموړي په وینا، دغه وزارت له ولسمشرۍ ماڼۍ غوښتي چې تر دې وروسته د زده‌کړو ټول بورسونه د هرې ادارې له لوري چې وړاندې کېږي، د دغه وزارت د بورسونو لایحې سره سم دې د ټولو غوښتونکو په واک کې ورکړل شي او له ټولو پړاوونو دې هم تېر شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د شمېرو له مخې، له ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۹۸ پورې له ۱۷ زرو نه ډېر کسان چې د پوهنتون استادان، دولتي کارکوونکي او ازاد کسان په‌کې شامل دي، د بورسونو له لایحې سره سم له هېواده بهر پوهنتونونو ته لېږل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام