د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو راپورونو په اړه بې خبري وښوده چې د امریکا حکومت غواړي د قطر له یوه کمپ څخه ۱۱۰۰ افغان پناهغوښتونکي د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته ولېږدوي.
هغه تېره شپه سپینه ماڼۍ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په دې اړه نه پوهېږي، خو احوال به واخلي.
نیویارک ټایمز تېره اوونۍ راپور ورکړی وو چې امریکا پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناهغوښتونکي چې امریکا ته د لېږد په تمه دي، د قطر له یوه پوځي کمپ څخه د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته ولېږدوي.
دغو افغانانو کې ژباړونکي او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او بنسټونو پخواني همکاران شاملیږي.
د یادونې ده چې قطر کې دغو افغان کډوالو چې کلونو راهیسې امریکا ته د لېږد په تمه دي، څو ځله د خپل نامالوم وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
امریکا په ۲۰۲۴ کال کې د خپلو پخوانیو همکارانو له ډلې څخه شاوخوا ۱۱۰۰ کسان له افغانستانه د قطر په دوحه کې یوه پوځي اډې ته لېږدولي وو. پلان داسې وو چې دغه کسان له لا ډېرو امنیتي څېړنو وروسته متحده ایالاتو ته انتقال او هلته مېشت کړل شي.
خو دغه پناهغوښتونکي د امریکا د حکومت له هغې پرېکړې وروسته چې د افغانستان د وګړو د منلو بهیر یې ودرولی، اوس په نامالوم او بې برخلیکه حالت کې پاتې شوي دي.