وال‌سټرېټ ژورنال ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې ښايي افغان کډوال امریکا ته د رسېدو لپاره کلونه کلونه په نورو هېوادو کې په تمه پاتې شي.

د دغه ورځپاڼې د رپوټ له مخې، یو‌شمېر افغانان چې له افغانستان څخه د « وتلو پروګرام» په بهیر کې نورو هېوادونو ته لېږدول شوې دي، د دې شونتیا شته چې امریکا ته د رسېدو لپاره کلونه په تمه او لا لهانده پاتې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د هغو ډلو د معلوماتو له مخې چې له افغانستان څخه یې کډوالو ته د تېښتې زمینه برابره کړې، په زرګونه هغه افغانان چې د حکومت له سقوط وروسته له کابل څخه  اېستل شوي، ښايي کلونه په نورو هېوادونو کې سرګردانه پاتې شي.

په ورته مهال په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو د پاتې‌کېدو لامل، د کډوالو د اسنادونو د څېړنې پر بهیر ګڼه ګوڼه په ګوته شوې. البانیا، چلي، مقدونیه او یوګانډا د هغو هېوادونو له ډلې دي چې په لنډمهالي توګه پکې کډوال امریکا ته د رسېدو لپاره پناه ورکړل شوې ده.

له دې سربېره په سلګونه افغانان چې له افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې په تېښته بریالي شوي، امریکا ته د تلو لپاره عربي متحده اماراتو او قطر کې په تمه پاتې دي.

 په دې وروستیو کې د اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د افغان کډوالو په یوه کمپ کې یو‌شمېر افغان کډوالو د لېږد بهیر پر تت‌والي او د خپل نامعلوم برخلیک له امله اعتراض کړی وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د افغان کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د نوي میلادي کال تر پیله د نورو هېوادونو د کډوالو منلو بهیر ځنډوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام