Asset 1SWN

سلام وطندار

د مخابراتو وزارت د ۸۰ تشو بستونو لپاره ازموینه واخېستل شوه

4c96eeda-05e1-413f-a1ba-90c7a4d642de-pwxa7rzh6s7zobsevjp4tvhbev4foc9d4j2g38d5zc

د چارو ادارې ریاست اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو نن شنبه د لړم اوومه د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د ۸۰ تشو بستونو لپاره له شاوخوا ۸۰۰ کسانو څخه رقابتي ازموینه واخیستله.

د مخابراتي او ټکنالوژۍ وزارت مسلکي او فني مرستیال احمدمسعود لطیف‌رای وايي: «۸۰ بستونو ته شاوخوا ۱۲۲۲ کسانو نوملیکنه کړې وه چې ۸۱۲ کسان ورته شارټ لسټ شوي و چې له ډلې به یې یوازې ۸۰ بریالي کسان دغه وزارت کې پر دندو وګومارل شي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د دغې ازموینې یوشمېر ګډونوال اندېښنه ښيي چې د پایلو اعلانولو کې به شفافیت په پام کې ونه‌نیول شي. د یادې ازموینې ګډونوال د ازموینې پر بهیر نیوکه کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د یادو بنستونو یو ګډونوال حسیب‌الله نوري د ازموینې د اخیستو پر څرنګوالي نیوکه کوي او وايي، دغه ازموینه په تحریري ډول د پاڼو پرمخ واخیستل شوه.

نوموړي وویل: «ما له څو میاشتو انتظار وروسته یادې ازموینې ته لار پیدا کړه. پخوا به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ازموینې په انلاین بڼې وې او له ازموینې وروسته به یې پایلې په ډاګه کېدې، خو اوس ازموینه په پاڼو کې اخیستل کېږي او نشي کولای چې روڼتیا په‌کې تامین شي.»

په ورته وخت کې د دغې ازموینې ځینې نور ګډونوال هېواد کې د وزګارتیا کچې ته په پام د یاد شمېر تشو بستونو اعلان ډېر کم بولي. د مخابراتي او ټکنالوژۍ وزارت مسلکي او فني مرستیال احمدمسعود لطیف‌رای په دغه ازموینه کې د روڼتیا ډاډ ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دغه ازموینه کې هېڅ مېرمنې ګډون نه وو کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام