د عامې روغتیا وزارت مرستیال هرات ته د خپل سفر پر مهال په یوې خبري ناسته کې د دغه ولایت د روغتیا برخه د اندېښنې وړ وبلله او د هرات حوزوي روغتون پر مسوولانو یې نیوکه وکړه چې دې برخې ته یې اړین پام نه دی کړی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالباري عمر په دغې خبري ناسته کې وویل چې د یاد ولایت روغتیا برخه په ځانګړې توګه حوزوي روغتون کې موندنې ښايي چې هېڅوک د خلکو لپاره کار نه کوي، بلکې په دې لټه کې دي چې څه ډول له بې‌وزله خلکو څخه پیسې راوشکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عمر همداراز زیاته کړه چې د هرات حوزوي روغتون ټولې برخې یې لیدلي او ورته جوته شوې چې په دغه روغتون کې د حفظ الصحې له نه مراعاتولو سربېره، له طبي وسایلو کار نه اخیستل کېږي او غیرمسلکي ډاکټران د ناروغانو درملنه کوي او  د متخصصو ډاکټرانو څرک نه لیدل کېږي.

په ورته مهال نوموړی وايي، د دوی موندنې ښايي چې ډاکټران له طبي وسایلو ناسم کار اخلي او په ناحقه توګه له ناروغانو څخه له ۲ تر ۳۰۰۰ افغانۍ شکوي.

هغه ناروغان چې د هرات حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره راغلي، د ډاکټرانو له نه‌پاملرنې شکایت کوي او وايي چې خپل ټول اړین معاینات له روغتون د باندې په لوړ لګښت ترسره کوي.

دوی زیاتوي چې د هرات حوزوي روغتون ډاکټران ناروغان ته سپارښتنه کوي چې د دوی د درملنې لپاره امکانات نه لري او ناروغان باید له روغتون د باندې په یوه ځانګړي لابراتوار کې خپل ازمایښتونه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال په دغه خبري ناسته کې وویل چې ډېر ژر به د ولایتونو په روغتونونو کې مثبت بدلونونه راشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام