Asset 1SWN

 هرات کې د «عالي دي، افغاني دي» په نوم نندارتون پرانېستل شو

5

 هرات کې د کاپیسا شرکت له لوري د «عالي دي، افغاني دي» په نوم د کرنیزو تولیداتو او لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.

دغه نندارتون چې نن پنج‌شنبه د غبرګولي یوولسمه هرات ښار کې جوړ شوی، په ۱۳۲ غرفو کې بېلابېلې دودیزې جامې، ګاڼې، د انځورګرۍ تابلوګانې، زینتي لوښي د خوړو مصالې او تازه مېوې نندارې ته کېښودل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد نندارتون جوړونکي وايي چې نندارتون کې یې د هرات ولایت د کرنیزو محصولاتو او لاسي توکو سربېره، د کابل، بادغیس، نیمروز، فراه، کندهار، زابل، بلخ، غزني او بدخشان محصولات او تولیدات وړاندې کړې دي.

د دغه ننداتون یوه جوړونکي فرید نادري وویل: «د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو تولیداتو د استفادې دود او دا چې افغانان وپوهېږي چې کوم ولایتونه څه تولیدات لري.»

په ورته مهال یو‌شمېر ښځینه متشبثې که څه هم دغه‌راز نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ګټور بولي، وايي چې تراوسه یې له هېواده بهر د محلي او ملي مسوولانو له لوري د تولیداتو ودې په موخه هېڅ‌ بازارموندنه نه ده کړې.

د یاد نندارتون یوه ګډونواله مسلمه وايي: «د نندارتونونو جوړول لامل کېږي چې د نورو له تجربو استفاده وکړې او نورو متشبثو ښځو سره اړیکه ټيڼګه کړې. موږ غواړو چې دغه‌راز نندارتونونه دې ډېر شي، څو ښځې لاپسې وهڅول شي.»

بل‌خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د کورنیو صنایعو د ودې برخه کې به له ټولو شته امکانات ګټه واخلي. د یاد وزارت مرستیال محمدزبیر زین‌پروری وايي چې د کورنیو محصولاتو د ودې لپاره به له هېوده بهر نندارتون جوړ کړي.

هغه وویل: «د صنعت ودې لپاره مو د کورنیو تولیداتو ورته او مشابهې وارداتو باندې تعرفه لوړه کړې، څو تولیدات مو ځان‌بسیاینې ته ورسېږي او استفاده ترې وشي. د ا.ا مشر ویلي چې باید د کورنیو تولیداتو څخه استفاده وشي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه نندارتون داسې مهال جوړېږي چې هرات کې یو‌شمېر ښځینه متشبثې او سوداګرې مېرمنې وايي چې د وروستیو څو میاشتو پر مهال یې کاروبار خوړېدلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام