په دې وروستیو کې د هرات حوزوي روغتون ته د ناروغانو ورتګ زیات شوې او هره ورځ د غور، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو سلګونه اوسېدونکي د درملنې لپاره ورځي. د بادغیس اوسېدونکی سیدحسام الدین چې شاوخوا شل ورځې وړاندې د خپل ماشوم د درملنې لپاره هرات ته تللی، د ډاکټرانو پر نه پام نیوکه کوي.

هغه وايي، نږدې شل ورځې کېږي چې هرات ښار ته راغلی او ډاکټران یې په یوه او بل روغتون ګرځوي. د نوموړي په وینا، روغتیايي مسوولان، په تېره ډاکټران باید د ناروغانو پوښتنه وکړي او دولت دې هم په دې برخه کې پام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ناروغانو یوشمېر پایوازان هم د روغتیايي مسوولانو پر نه پام د نیوکې ترڅنګ وايي چې په روغتون کې درمل نشته او دوی یې د ښار په درملتونونو کې پېري.

د یوه ناروغ پایواز عبدالخالق وايي، له درې ورځو راهیسې یې د یوې ټرافیکي پېښې ټپي د هرات حوزوي روغتون ته راوړي، خو په وینا یې، تر اوسه یې درملنه نه ده شوې. په همدې حال کې یو بل پایواز غلام‌محمد وايي، یو سوځېدلی ماشوم یې یاد روغتون ته راوړی، خو له پیسو پرته یې درملنه نه کېږي.

د هرات حوزوي روغتون مسوولان هم د درملو او روغتیايي امکاناتو کمښت تاییدوي او خبرداری ورکوي، که د دغه ولایت روغتیايي وضعیت ته پام ونه شي، په نږدې راتلونکې کې به د روغتیايي خدمتونو بهیر ټکنی شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي وايي، که څه هم د جګړې پر مهال او تر اوسه یې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر مدیریت کړی او تر یوې بلې میاشتې پورې به یې هم روان وساتي.

د نوموړي په وینا، اوس یې تر ټولو ستره ستونزه ډاکټرانو ته د معاشونو نه ورکول دي چې که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي د روغتون کارکوونکي او ډاکټران له ستونزو سره مخ شي.

د هرات د روغتیايي مسوولانو په خبره، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې هېڅ امکانات او درمل نه دي ترلاسه کړي او دا ستونزه یې مرکز او د روغتیا په برخه کې نورو همکاره بنسټونو سره شریکه کړې، څو په هرات کې د روغتیا سېسټم د درېدو مخه ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام