پروان کې ۱۰۰بستریز روغتون یوازینی ولایتي روغتون دی چې سل بستره لري او د اسلامي امارت تر راتګ وړاندې به پکې هره میاشت ۱۱۰۰ ناروغان بسترېدل او تر ۱۰۰ ډېر د عملیاتو چارې به پکې ترسره کېدې چې اوس یې فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوې دي.

همدا شان یاد روغتون کې هره ورځ تر ۶۰۰ د عادي ناروغانو درملنه هم کېده. خو اوس د یاد روغتون مسوولان د خپلو فعالیتونو د لږوالي خبر ورکوي او وايي، هغه ناروغان نه‌شي منلی چې بستر ته اړتیا ولري، عملیاتونه نه ترسره کېږي او د ډاکترانو دندې یوازې د ورځې په نوکریوالۍ کې وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد روغتون یو مسوول وايي، د دې ترڅنګ چې کارکوونکو يې پنځه میاشتې معاش هم نه دی تر لاسه کړی د هغوی د ټرانسپورت چارې چې تر روغتون پورې به راوړل کېدل، اوس هغه هم لغوه شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې د کارکوونکو او پرسونل د نه‌شتون له امله د دوی فعالیتونه ۸۵سلنه راکم شوي او اوس یوازې بېړني عملیات او د هغو کسانو درمنله کوي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وي. هغه وویل، که چېرته د دوی بنسټه‌ییزو ستونزو ته رسېدنه ونه شي، ښايي دغه روغتون وتړل شي.

د پروان د ملکي روغتون ډاکتران او نرسان وایي چې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او خبرداری ورکوي، که چېرته ستونزو ته یې پام او لاسرسی ونه شي، اړ دي چې له خپل فعالیت څخه لاس واخلي.



دوی زیاتوي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای چې له دې وروسته خپلې دندې ته دوام ورکړي. د پروان د ۱۰۰بستریز ملکي روغتون دغه ډاکټران او نرسان همداراز له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

له دې ټولو سربېره یو‌شمېر هغه ناروغ‌لرونکي چې ناروغان یې د پروان ملکي روغتون کې بستر دي، د روغتیايي کارکوونکو له هڅو او فعالیتونو څخه ستاینه کوي. دوی له طالبانو غواړي چې د روغتون د فعالیتونو ځنډېدو مخنیوي لپاره د ډاکټرانو معاشونه ورکړي او پخوانۍ اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

سعدیه ۴ ورځې کیږي چې د پروان ملکي روغتون کې یې ماشوم بستر دی. هغه وایي چې ماشوم یې سخت  ناروغ و، خو د ډاکټرانو په مرسته بېرته د مرګ‌ له خولې راوګرځېد. نوموړې له اسلامي امارت څخه غواړي چې د یاد روغتون ډاکټرانو ته د معاش زمینه برابره کړي او له دوی سره همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پروان ملکي روغتون کې د یو‌شمېر سرچینو د څرګندونو پر بنسټ، ان په دغه روغتون کې د ډاکټرانو لپاره خوراکي توکي هم مخ په ختمېدو دي.

ومو غوښتل رپوټ کې د اسلامي امارت یا د پروان د محلي مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو هغوی دې برخه کې خبرو کولو ته حاضر نه شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام