په غور کې د کورونا ځانګړي روغتون مسوولان وايي چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې دغه روغتون اور واخیست.

د یاد روغتون رییس غلام‌نبي یګانه وايي، اورلګېدنه لومړی د روغتون په پخلنځي کې پیل او وروسته یې اداري برخې ته هم ورسېده. د نوموړي په وینا، د دغه روغتون اداري برخه چې ۱۰ کاري خونې لري، په بشپړ ډول سوځېدلې ده.

یګانه وايي، امنیتي ځواکونو یوازې د «پي‌سي‌ار» څو دستګاوې دباندې واېستلې، خو د روغتون د اداري برخې وسایل او د کورونا ویروس درمل سوځېدلي دي.

د غور روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د کورونا ځانګړي روغتون ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي. تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه او ځاني مرګ‌ژوبله هم نه لري.

اوس په دغه روغتون کې د کورونا پنځه ناروغان بستر دي.

د غور روغتیايي مسوولان زیاتوي چې د دغه ولایت د اطفایې کارکوونکو د سیمې له خلکو سره په ګډه لګېدلی اور مهار کړی دی.

د غور د کورونا ځانګړی روغتون ۲۰ بستره لري او د دغه ولایت د فېروزکوه ښار د ولایتي روغتون په دننه کې جوړ شوی دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام