د غور د ولایتي روغتون ډاکټرانو نن وروسته له غرمې دويم ځل لپاره د روغتونونو د اصلاحاتو پروژې حذف په تړاو اعتراض کړی او د پرلت په کولو سره يې د ياد ولايت روغتون دروازه تړلې ده. دوی وايي، د يادې پروژې لغوه کېدل سلیقه‌يي، د ملي ګټو او د درملنې خدمتونو د وړاندې کولو پر ضد دی او ډېرې ستونزو سره مخ دي.

دوی خبرداری ورکوي،  تر هغه چې د روغتونونو د اصلاحاتو پروژه له سره پيل نه‌شي، دوی له پرلته لاس په سر نه‌شي.

دوی وايي،  کله چې دغه پروژه وه، کارکوونکيو په سمه توګه کار کولای شو او هم ترې خلک خوښ وو او زياتوي، کله چې دغه پروژه له منځه ځي لومړني کسان غوريان دي چې زيان ويني.

دغو اعتراض کوونکيو د يوه پرېکړه ليک په لوستلو سره وويل، د روغتونونو د اصلاحاتو پروژې لغوه کېدل لامل شوی چې په دې روغتون کې د درملنې کارونه ټکني شي او همداراز يې ۶۰ سلنه حقوق کم شي.

اعتراض کوونکي وايي، مشروع او قانوني غوښتنې يې بايد ومنل شي او د حکومت له مرکزي او محلي ادارې غواړي، د دوی د عدالت غږ واوري او پام ورته وکړي.

په ورته وخت کې د غور د عامې روغتيا رييس جمعه‌گل یعقوبي وايي، د يادو ډاکټرانو غوښتنې يې د مرکز ته لېږلې دي او ژر به يې ستونزه هواره شي.

غور ولايت کې ۳ روغتونونه موجود دي چې د ياد ولايت اوسېدونکيو ته فعاليت کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام