Asset 1SWN

تخار کې د وینې کموالي سره د مخامخ مېرمنو شمېر زیات شوی

کم_خونی-3-1-qbkaff03cn8l08peowczgalp74u3onhg6vjqrpzq14

د تخار د یوشمېر کلینیکونو مسوولان وايي چې په تېر یوه کال کې د وینې کموالي سره مخ مېرمنو، په تېره امېندواره مېرمنو شمېر زیات شوی دی. د دوی په وینا، د وینې کموالی لامل کېږي چې ماشوم مړ وزېږېږي او یا هم د یوشمېر میندو د مړینې لامل هم کېږي.

د تخار په مرکز تالقان ښار کې د افغان‌ـترک کلینیک یوه ډاکټره ضیاګل وايي: «کله چې یوه مور روغه څټه ونه لري، ماشوم یې هم د وینې کموالي او نه تغذیه کېدو له کبله خوارځواکی او داسې نړۍ ته راځي چې شونډه یا کام یې پرې وي او یا یې هم څېره بدله وي. دا ټول د مور د وینې کموالي او ناسمې تغذیې له امله پېښېږي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په تخار کې یوشمېر مېرمنې بیا وايي چې بې‌وزلۍ او د سالمې تغذیې نه لرلو له کبله د وینې پر کموالي اخته شوې دي. د دغه ولایت اوسېدونکې آمنه وايي چې د وینې کموالي کمزورې کړې او خپل څلورکلن ماشوم ته شیدې نه‌شي ورکولای.

د تخار یوه بله اوسېدونکې شکېبا هم وايي چې د وینې کموالي نه یوازې کمزورې کړې، بلکې د پښو درد یې هم ورته پیدا کړی دی. هغه زیاتوي: «د شپې د پښو له درده خوب نه لرم. هر ډاکټر ته چې ورځم، وايي چې شیدې خوړونکی ماشوم لرې، په کم عمر کې دې واده کړی او ماشوم دې زېږولی. همدا لامل دی چې کلسیم دې کم شوي، څو ماشومان مې زیان کړي هم دي.»

په تخار کې ډاکټران وايي چې ډېرې مېرمنې د وینې پر کموالي اخته کېږي. میندې باید د شیدې ورکولو او امېندوارۍ او پېغلې هم په معمول ډول د وینې پیاوړتیا درمل وکاروي. د ډاکټرانو په خبره، ناسالمه تغذیه او د وینې کموالي په مخنیوي او لازم خوب نه کولو کې بې‌غوري د وینې کموالي لامل کېږي.

ډاکټران له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د وینې کموالي او د وینې ډېرېدو او پیاوړتیا برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او په دې اړه منظم او دوامداره پلانونه ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د داخله ناروغیو متخصص زمان‌الدین صدیقي وايي: «په افغانستان کې له بې‌وزلۍ، د خوراکي او معدني توکو او منرالونو له کموالي سره مخامخ یوو. باید د وینې کموالي د څارنې لپاره د امېندوارۍ له پیل تر پایه فلوکسید او اوسپنه وکارول شي. د ماشومان تغذیه باید ښه وي او د وینې لرونکي معدني مواد هم باید وکارول شي.»

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د تخار د عامې روغتیا ریاست د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

د یادونې ده چې تر دې مخکې په ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې زده‌کوونکو ته د وینې پیاوړتیا قرصونه ورکول کېدل، خو په وروستیو دوو کلونو کې د ښوونیزو مرکزونو په تړل کېدو سره د دغه کار بدیلې لارې نه‌دي موندل شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام