Asset 1SWN

د روغتیا نړیوال سازمان: شاوخوا یو میلیون افغانان پر تور زېړي اخته دي

WHO-2-qa2sr9dn6dp0fbws2nfoji50jks0lee1c5s40jly88

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، نږدې یو میلیون افغانان پر تور زېړي اخته شوي دي. دغه سازمان نن «د زمري شپږمه، د جمعې ورځ» د «هپاټیټ نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې شاوخوا ۶۸۰ زره افغانان د هپاټیټ پر «B» او شاوخوا ۳۲۰ زره نور د دغه ویروس پر «C» ډول چې تور زېړی ورته ویل کېږي، اخته شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان پر ټویټر لیکلي، دا ویروسي ناروغي هغه مهال خپرېږي چې پر دې ناروغي د اخته کس وینه یا د وجود نور مایعات یې د روغ کس وجود ته دننه شي.

د دغه سازمان په وینا، هغه کسان چې نشه‌يي توکي کاروي او یا په یوه ستنه څو کسان پیچاري کوي او ککړ شوي روغتیايي وسایل کاروي، هغه کسان چې په بندخونو یا نورو تړلیو ځایونو کې اوسېږي او یا هغه کسان چې پر تور زېړي له اخته کسانو سره ناخوندي جنسي اړیکې لري، تر ډېره پر تور زېړي اخته کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د یاد ویروس «B» ډول تر ډېره له امېندواره ښځو چې پر تور زېړي اخته وي، ماشومانو ته لېږدول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هپاټیټ په پنځه ډوله «A»، «B»، «C»، «D» او «E» وېشل شوی چې «B» او «C» ډول یې په تور زېړې پېژندل کېږي.

د جولای ۲۸مه د هپاټیټ نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې او هر کال دا ورځ د دې ناروغي د مخنیوي، درملنې او په اړه یې خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو په موخه نمانځل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام