Asset 1SWN

د روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ کې پنځه میلیونه ماشومان له پنځه کلنۍ مخکې مړه کېږي

afghanistan_msf_hospital_attack_aftermath_3

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې پنځه میلیونه ماشومان پنځه کلنۍ ته له رسېدو مخکې مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور چې پرون سه‌شنبه د مرغومې ۲۰مه خپور شوی، په‌کې ویل شوي چې په دغه کال کې ۲.۱ میلیونه هغه ماشومان او ځوانان چې عمرونه یې له پنځو تر ۲۴ کلونو پورې وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې ۱.۹ میلیونه ماشومان مړه زېږېدلي چې ډېری برخه یې د افریقا په صحرا او سوېلي اسیا کې ثبت شوي دي.

بل‌خوا دې راپور کې د امریکا او اروپايي هېوادونو په پرتله د افریقا په صحرا کې له پنځو کلونو مخکې د ماشومانو د مړینې ګواښ ۱۵ برابره ډېر ښودل شوی دی.

ملاریا، اسهالات او نورې ناروغۍ د نوي زېږېدلي ماشومان د ژوند په لومړیو ۲۸ ورځو کې د دوی د مړینې له اصلي لاملونو ګڼل شوي دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې له ۲۰۰۰میلادي کال راهیسې د مور او ماشوم د مړینې کچه ټيټه شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان په خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی، که روغتیايي خدمتونه په سمه توګه وړاندې نه‌شي، ښايي تر ۲۰۳۰ کاله شاوخوا ۵۹ میلیونه ماشومان او ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام