سيانان خبري شبکې رپوټ ورکړی چې د ولسمشر جو بایډن ادارې درېوو سرچینو د دغه هېواد قانون جوړونکو ته ویلي، افغانستان کې د پوځي او اطلاعاتي عملیاتو ترسره کولو په موخه د پاکستان له هوايي حریم څخه د استفادې لپاره له دغه هېواد سره رسمي هوکړې ته د نږدې کېدو په حال کې دي.
رپوټ کې ویل شوي، په دې تړاو خبرې روانې دي، خو د هوکړې شرایط چې تراوسه وروستي شوي نهدي، ښايي بدلون وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سيانان لیکلي، پاکستان هم د ترهګرۍ ضد اقداماتو او له هند سره د اړیکو مدیریت کې د مرستې په بدل کې د یوې هوکړې لاسلیک ته لېوالتیا ښکاره کړې.
د سيانان خبري شبکې رپوټ کې همداراز ویل شوي، سپینه ماڼۍ هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې کولای شي افغانستان کې د داعش او نورو مخالفو ډلو پر ضد عملیات وکړي، خو له رسمي هوکړې پرته دا ګواښ شته چې پاکستان افغانستان ته د امریکا د بېپیلوټه الوتکو له دننه کېدو څخه مخنیوی وکړي.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې طالبانو د افغانستان پر فضا د بېپیلوټه الوتکو ګرځېدو او د امریکا له خوا د هوايي حریم نقض په تړاو خبرداری ورکړی وو.