Asset 1SWN

سلام وطندار

قاري برکت‌الله سلیم ومړ

برکت_الله-سلیم-qixf1djrvnw5xvvm7yr3o0zlg8sotqbrah31fw0e4o

د افغانستان نوموتی حافظ قاري برکت‌الله سلیم ومړ.

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد نن پر خپلې اېکس‌پاڼې د قاري برکت‌الله سلیم د مړینې خبر ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي لیکلي: «په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوو چې د قر‌آنکریم حافظ او د هېواد نوموتی قاري الحاج قاري برکت‌الله سلیم مړ شوی دی.»

هغه د برکت‌الله سلیم مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه بللې او په وینا یې، هغه د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، برکت‌الله سلیم پنځه کلن و چې د قرآنکریم تلاوت یې پیل او په اته کلنۍ یې ټول قرآن حفظ کړی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي د قرآنکریم د حسن‌ قرائت، حفظ، تفسیر او تجوید په دولسو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او اته ځله یې لومړی مقام ګټلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام