Asset 1SWN

لوګر کې له ۱۰۰۰ ځوانانو د سیرت‌النبي ازموینه واخیستل شوه

IMG-20240111-WA0008

 د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې له یتیمانو څخه د ملاتړ بنسټ په همکاري له شاوخوا ۱۰۰۰ ځوانانو څخه د سېرت النبي ازموینه واخیستل شوه.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، په دغه سیالي کې د پوهنتونونو محصیلینو، د ښوونځيو زده‌کوونکو، د مدرسو طالب العلمانو او عامو ځونانو ګډون کړی وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

صمیم زیاته کړه، «له یادې سیالي جوړېدو څخه یې موخه په دیني او عصري علومو کې د ځوانانو د معلوماتو زیاتوالی، مطالعې دود غښتلي کول او د ځوانانو فکري روزل دي.»

 له یتیمانو څخه د ملاتړ بنسټ یو غړی محمدحارث وایي،، محمداغې ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره د سېرت‌النبي لویه سیالي ترسره شوه چې شاوخوا زر کسانو په‌کې ګډون کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، په یاده سیالي کې ازموینه په ډېره شفافه توګه اخېستل شوې او ډېر ژر به یې پاېلې له ګډونوالو سره شرېکې شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو دوه کالونو کې دغلته د ځوانانو ترمنځ د سېرت‌النبي، فکري روزنې او فکري جګړې په نوم ۱۱ لویې او وړې سیالۍ جوړې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام