د کندهار بېلابېلو سیمو کې له څه باندې ۴۵۰۰ کروندګرو او مالدارانو سره د بدیلو کښتونو، مالدارۍ او عایداتي پروژو په برخه کې مرستې شوي.
کندهار کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو د مخنیوي سازمان اړوند د پلي کوونکو پروژو مسوول قدرت الله بهادر ویلي، افغانستان کې د نشهيي توکو پر کښت له بندیز وروسته یې هڅه کړې چې کروندګرو ته بدیلې اقتصادي لارې پیدا کړي.
هغه وویل: «له نشهيي توکو وروسته موږ هڅه کړې چې کروندګرو ته بدیلې اقتصادي لارې پیدا کړو، او تر اوسه مو کندهار کې له ۴۵۰۰ څخه زیاتو کروندګرو او مالدارانو سره مرستې کړي.»
ده وویل چې د همدې سلسلې له مخې د شاوليکوټ ولسوالۍ اړوند د «کلا» سیمې شلو کروندګرو ته د شاتو مچیو روزنې په موخه د ۱۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت تازه مرستې شوي.
هغه زیاتوي، د کرنې او مالدارۍ اړوند دغو پروژو ګڼ شمېر کورنیو ته د عاید دوامداره سرچینې برابرې کړي.
په همدې حال کې بزګران او مالداران د دغو مرستو هرکلی کوي، خو وایي لا هم د کرنیزو اسانتیاوو او بازارموندنې په برخه کې ډېرو همکاریو ته اړتیا شته.
د کندهار اوسېدونکی او مالدار محمد عوض وایي: «که موږ سره د مالدارۍ او کرنې په برخه کې مرستې زیاتې شي، نو خلک به له اقتصادي ستونزو ووځي او خپلو حلالو عایداتو ته به وده ورکړي.»
همدارنګه بل کروندګر محمد یونس وایي: «موږ له دولت او مرستندویه ادارو غواړو چې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لپاره نورې پروژې هم پلي کړي، ځکه ډېری کورنۍ همدې برخې ته اړتیا لري.»
اخوا د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وایي: «د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ هڅه کېږي چې بزګرانو ته پرمختللي کرنیز خدمات او بدیل کښتونه برابر شي، څو د خلکو اقتصادي وضعیت لا ښه شي.»
مسوولان ډاډ ورکوي چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ به په راتلونکې کې هم د کندهار د کروندګرو او مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره نورې پراختیايي او عایداتي پروژې پلې شي، څو خلک وکولی شي د بدیلو معیشتي لارو له لارې خپل اقتصادي ژوند پیاوړی کړي.