د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز سره سره، بدخشان کې لا هم د کوکنارو کرکیله په بشپړه توګه له منځه نهده تللې.
دغه ولایت کې یو شمېر بزګران وایي، د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مناسبو بدیل کښتونو نشتوالي او بېکارۍ اړ کړي چې د کوکنارو کښت ته دوام ورکړي.
د بدخشان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی شاهمحمد وایي، که حکومت ورته د کار زمینه برابره کړي، نو هېڅکله به کوکنار ونهکري.
هغه زیاتوي چې د نورو کرنیزو حاصلاتو په پرتله د کوکنارو کښت ورته د قناعت وړ نهدی او غواړي چې مناسب بدیل ورته برابر شي.
«موږ ته د کار زمینه برابره نهده. که کار وي، هماغه کار به کوو او د کوکنارو کښت به په بشپړه توګه پرېږدو. ځکه اوس زموږ په ټولنه کې د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوه اړتیا ګرځېدلې.»
د کشم ولسوالۍ کروندګر ګلمحمد وایي چې د کوکنارو عاید د نورو حاصلاتو په پرتله ښه و، خو د اسلامي امارت له لوري منع اعلان شوی او سږکال یې کرونده له منځه وړل شوې.
هغه وایي چې د کروندو له ویجاړېدو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی.
«زموږ ټوله هیله هماغه لږ تریاک وو چې کرلي مو وو. کله چې یې له منځه یوړل، نور د راتلونکي لپاره هېڅ هیله نهلرو. که موږ ته د کار زمینه او مناسب بدیل برابر شي، بیا اړتیا نه وینو چې دا کښت وکرو.»
د بدخشان بل اوسېدونکی زلمی وایي، که مناسب بدیل ورته برابر شي هېڅکله به د کوکنارو کښت ته مخه نه کړي.
هغه له مسوولانو غواړي چې بزګرانو ته عملي بدیلونه، لکه اصلاح شوي تخمونه او د اوبو اسانتیاوې برابرې کړي.
«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي، ځمکو ته اوبه برابرې کړي او خلکو ته د تریاکو مناسب بدیلونه برابر کړي، څو خلک بیا دې ناوړه بوټي ته مخه نه کړي.»
بل لور ته کارپوهان باور لري چې که بزګرانو ته مناسب بدیلونه برابر شي، نو تر ډېره به د کوکنارو د کښت مخه ونیول شي.
د کرنیزو چارو کارپوه دینمحمد اسد وایي چې د هینګ او زعفرانو په څېر نباتات د کوکنارو مناسبه بدیله کرنه کېدلی شي.
هغه زیاتوي چې بزګران د کوکنارو له کښت سره بلد دي او دا کار ورته اسانه دی، خو د هینګ او زعفرانو له کرلو سره لا بشپړه بلدتیا نه لري.
«حکومتي مسوولان باید له خلکو سره په ښه چلند مرسته وکړي، مالي ملاتړ یې وکړي، د زعفرانو او هینګ د کرنې لارې ور وښيي، سرې او نور امکانات ورکړي، څو خلک احساس کړي چې که له تریاکو پرته بل څه وکري، حکومت یې ملاتړ کوي.»
په همدې حال کې د بدخشان د امنیې قومندانۍ د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د مدیریت ویاند زینالعابدین بیدار وایي، سږکال په دې ولایت کې نږدې ۶۰ زره جریبه ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې ده او د ویجاړولو بهیر یې دوام لري.
هغه زیاتوي چې دا کار د اسلامي امارت د مشر په حکم ترسره کېږي او هممهاله بزګرانو ته د بدیلو توکو د وېش پروګرامونه هم روان دي.
«د کوکنارو د لهمنځه وړلو لپاره زر کسیزه قطعه جوړه شوې او اوس د بدخشان په ولسوالیو کې د کوکنارو کروندې له منځه وړي. په ټول بدخشان کې پر شاوخوا ۶۰ زره جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې له دې ډلې ۳۶ زره جریبه ځمکه تر اوسه ویجاړه شوې او دا لړۍ لا هم دوام لري.»
دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې د کوکنارو کښت اوږده مخینه لري او ډېر بزګران د نسبي ګټې او چمتو بازار له امله دې کښت ته مخه کوي.
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د نشهيي توکو کښت او تولید په ټول هېواد کې منع اعلان شو او په ځینو سیمو کې د کروندو د ویجاړولو بهیر هم عملي شو؛ خو د معیشتي بدیلونو نشتوالی او د کار محدود فرصتونه سبب شوي چې یو شمېر بزګران لا هم دې کرنې ته دوام ورکړي.