Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې د کوکنارو له‌منځه وړلو پر سر نښته؛ دوو کسانو ژوند بایللی

1000070066

د بدخشان ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو کښتونو د ویجاړولو لړۍ په دوام، د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ترمنځ تاوتریخوالی شوی چې د یوه ماشوم په ګډون دوو کسانو ژوند بایللی.

د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار نن شنبه د ثور ۱۹ / مې ۹ وویل، د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو تېره ورځ د ارګو ولسوالۍ «آتن‌جلو» سیمه کې د کوکنارو د کروندو ویجاړولو عملیات پیل کړل.

هغه وویل، «د نشه‌یي توکو د قاچاق‌کوونکو او مغرضو کسانو په لمسون» د سیمې یو شمېر کروندګرو او اوسېدونکو هڅه وکړه چې د دې بهیر مخه ونیسي.

د هغه په وینا، تېره ورځ د نښتو پر مهال یو ماشوم ژوند بایللی وو او نن هم د «آتن‌جلو» سیمه کې د اعتراضونو او «ګډوډۍ» د دوام له امله، یو بل کس وژل شوی.

کامګار زیاته کړه چې د دې پېښې له امله د کشم ـ فیض‌آباد لویه‌لاره د لنډ وخت لپاره د تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې وه، خو د امنیتي مسوولانو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب بېرته پرانیستل شوې.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ټینګار کوي چې دامهال وضعیت «عادي» دی او سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام