Asset 1SWN

د بدخشان مسوولان: وضعیت عادي شوی؛ خلک: ا.ا دې قاتل محاکمه کړي

رویدادهای درایم و ارگو ۲

د بدخشان د امنیې قومانداني مسوولان وايي، هغه ستونزې چې درې ورځې وړاندې د دغه ولایت د دریام او ارګو ولسوالیو په قرلق او ګنده چشمه سیمو کې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو پر سر د خلکو او د ا.ا د ځواکونو ترمنځ رامنځته شوې وې، حل شوي او وضعیت عادي شوی دی.

د ارګو ولسوالي د اوسېدونکو لاریونونه په ګنده چشمه سیمه کې د یوه پنځه‌ویشت کلن ځوان د وژل کېدو په غبرګون کې پیل شوي وو. لاریونوالو د وژل شوي ځوان مړی د ارګو ولسوالي مرکز وحدت ښار ته راوړی و او د دې ولسوالي د امنیې قومانداني مخې ته یې غوښتنه کوله چې د هغه قاتل دې محاکمه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې د ا.ا ځواکونو تر دې مخکې د درایم ولسوالي د قرلق سیمې یو اوسېدونکی وژلی و چې په غبرګون کې یې د سیمې اوسېدونکو د هغه مړی د یادې ولسوالي مرکز ته راوړی و او هلته یې د عدالت غوښتنه کړې وه.

د بدخشان امنیتي مسوولان اوس د درېوو ورځو په تېرېدو سره وايي چې په یادو ولسوالیو کې پېښې ستونزې د قومي مشرانو په همکارۍ حل شوي او په وینا یې، وضعیت عادي شوی دی.

د بدخشان د امنیې قومانداني ویاند احسان‌الله کامګار سلام‌وطندار ته ویلي چې یادې ستونزې ته یوشمېر مغرضو کړیو او د نشه‌يي توکو قاچاقیانو لمن وهله، خو په خبره یې، اوس په ټول بدخشان کې کومه ستونزه نشته.

په همدې حال کې د ارګو ولسوالي د ګنده چشمې سیمې اوسېدونکی پیرمحمد سلام‌وطندار ته ویلي چې د سیمې اوسېدونکي پر سلا مشورو لګیا دي او لاریونونه یې د قاتل د ور سپارلو په شرط پای ته رسولي دي. هغه زیاتوي: «وژل شوی کس بې‌ګناه و او د ا.ا له پلاوي څخه زموږ غوښتنه دا ده چې قاتل یې موږ ته وسپاري.»

د دې سیمې یو بل اوسطدونکی میراحمد هم وايي: «اوس وضعیت ښه دی؛ د والي او د هغه د مرستیال لپاره یې لاریونونه پای ته رسولي. دوی ویلي چې قاتل در سپارو او خلک هم یوازې قاتل غواړي؛ کومه بله لانجه نه لري.»

د درایم ولسوالي د قرلق سیمې اوسېدونکي جاوېد هم سلام‌وطندار ته ویلي چې د ا.ا پلاوي یې غوښتنې منلي، خو تر اوسه یې عملي کړې نه‌دي. هغه زیاتوي: «ژمنه یې دا وه چې قاتل به د شهید کورنۍ ته سپاري، خو تر اوسه یې پر خپله ژمنه عمل نه‌دی کړی. خلک اوس هم په تمه دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د قرلق یو بل اوسېدونکی عبدالرحمان هم وايي: «اوس وضعیت نورمال دی؛ څرنګه چې پرون او وړمه ورځ و، ستونزه حل شوې، ټول خپلو ځایونو ته تللي. د دولت او خلکو ترمنځ هېڅ ستونزه پاتې نه‌ده. ستونزې حل شوې او له دغو خبرو وژغورل شوو. خبرواترو ته ولاړو او اوس مو له دولت سره خبرې‌اترې روانې دي. له ا.ا څخه زموږ غوښتنه د قاتل محاکمه ده.»

دا په داسې حال کې چې په درایم او ارګو ولسوالیو کې د خلکو او ا.ا د ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې دوه ملکیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام