د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته؛ د تورخم دروازه لا هم تړلې ده

د ا.ا ځواکونه د چهارشنبې په ورځ شاوخوا یوولس بجې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د تورخم دروازې ته څېرمه د امنیتي پوستې پر جوړولو بوخت وو چې د پاکستان له لوري پرې ډزې وشوې. د ا.ا ځواکونه یې هم له ځنډ پرته پر وړاندې غبرګون ښيي او په دې سره د دواړو لوریو ترمنځ سخته جګړه پیلېږي.

له شخصیتونو سره د اړیکې کمېسیون: له ۶۵۰ ډېرو پخوانیو چارواکو ته مو د خوندیتوب کارتونه ورکړي

له افغان شخصیتونو سره د اړیکې کمېسیون مسوولان وايي چې تر اوسه یې له ۶۵۰ ډېرو پخوانیو چارواکو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي.
د افغان ټلېکام شرکت رییس فهیم چکري چې افغانستان ته یې له بېرته راتګ څخه څه باندې یو کال تېرېږي وايي، هېواد ته له راتګ وروسته دوه درې ځله د ټیلیفون له لارې ګواښل شوی دی.

بدخشان کې د ا.ا یو غړی اوبو ډوب کړی او مړ شوی

په بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې د ا.ا یو غړی د دغه ولایت په کوکچه سیند کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه پرون ماسپښین (د زمري ۲۷مه، د جمعې ورځ) د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار اړوند په خمچان سیمه کې شوې ده.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز ته د اسلامي امارت د ځینو چارواکو غبرګون

د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو مخنیوي پر وړاندې د را پارېدلیو غبرګونونو په دوام، د اسلامي امارت یوشمېر چارواکو هم له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني پر ټویټر د قلم ارزښت کمېدو او په دې برخه کې د چوپتیا په اړه څو بیتونه لیکلي دي.

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پر وړاندې په هرات او تخار کې د ښځینه زده‌کړیالانو اعتراض

یوشمېر زده‌کړیالانو نن د اعتراض په توګه په هرات او تخار ولایتونو کې د نجونو پر زده‌کړو د اسلامي امارت د بندیز پر وړاندې لاریون وکړ.
معترضانو خپل لاریون د تخار د مرکز تالقانو ښار د تېلو پلورنځای له څلورلارې نه پیل کړ او غوښتل یې چې تر استقلال څلورلارې پورې ولاړې شي، خو د اسلامي امارت د ځواکونو له مخالفت سره مخامخ شوې.

خالد حنفي د ا.ا چارواکو ته: دویم ودونه مه کوئ او بیت‌المال مه پرې لګوئ

د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي په کاپیسا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې د خلکو د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله دې له دویمو ودونو ډډه وکړي او په ودونو کې بیت‌المال هم نه کاروي.

د ا.ا مشر غزني کې ۴۲۶ مدرسو ته ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي

د غزني د پوهنې ریاست مرستیال میرنصیراحمد حسیني سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پیسې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د دغه ولایت مدرسو ته ځانګړې شوي او ۸۰ سلنه یې هم لګول شوي دي.
په همدې حال کې د غزني یوشمېر اوسېدونکي که څه هم د اسلامي امارت له لوري مدرسو ته د دغو پیسو د ورکړې په اړه خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې ښووونځيو ته هم پاملرنه وکړي.

ذبېح‌الله مجاهد: د نجونو ښوونځي به هرومرو پرانېستل کېږي

د ا.ا د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د دیني عالمانو په اوومه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی، نن یې په یاده غونډه کې وینا کړې ده.
هغه په دې نړیواله غونډه کې ویلي چې افغانستان کې به له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي هرومرو پرانېستل کېږي.

د ا.ا د چارواکو پر ویزو بندیز؛ «امریکا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پلمې لټوي»

اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له لوري یې پر چارواکو د ویزو بندیز پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا پرېکړه یې غندلې ده.
په دې خبرپاڼه کې چې د ا.ا د ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر خپره شوې لیکل شوي چې امریکا دا پرېکړه پر افغانانو د زړه‌خوږي له مخې نه‌ده کړې، بلکې په وینا یې، امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پلمې لټوي.

اسلامي امارت: هېوادونه دې د افغانستان پروړاندې کرکجن دریځ نه غوره کوي

د اسلامي امارت سرپرست حکومت نن (د تلې پنځلسمه، جمعه) «پر افغانستان د امریکا او ناټو د یرغل یوویشتمې کلیزې» په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغانستان د هېڅ هېواد پر وړاندې ګواښ نه‌دی «او نه به هم چا ته اجازه ورکړي چې له افغان خاورې د کوم هېواد پر وړاندې ناوړه ګټه واخیستل شي.»

وېسټ: د کوټې شورا بریالۍ شوه، په زوره یې واک ترلاسه کړ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټامس وېسټ وايي، له پخواني جمهوري نظام سره د ا.ا د سولې خبرو پر مهال د کوټې شورا تصمیم‌نیوونکې وه او په زوره یې واک ته د رسېدو لاره غوره کړه. وېسټ وايي، د دوحې ډلې نه غوښتل چې په زوره واک ترلاسه کړي، خو په وینا یې، د کوټې شورا بریالۍ شوه او په زوره یې واک ترلاسه کړ.

بهرنیو چارو وزارت: د جیش محمد ډلې مشر افغانستان کې نشته

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستانۍ جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ته یې په افغانستان کې پناه نه ده ورکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو شېبې مخکې پر ټویټر لیکلي چې ا.ا په افغانستان کې د هېڅ هېواد مخالفو وسله‌والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه هم رد کړي دي.