Asset 1SWN

د ا.ا مشر غزني کې ۴۲۶ مدرسو ته ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي

تصویر: سلام‌وطندار

د غزني د پوهنې ریاست مرستیال میرنصیراحمد حسیني سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پیسې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د دغه ولایت مدرسو ته ځانګړې شوي او ۸۰ سلنه یې هم لګول شوي دي.

په همدې حال کې د غزني یوشمېر اوسېدونکي که څه هم د اسلامي امارت له لوري مدرسو ته د دغو پیسو د ورکړې په اړه خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې ښووونځيو ته هم پاملرنه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غزني اوسېدونکي علي صمدي او احمدفرید وايي چې د دغه ولایت د ډېری ولسواليو ښوونځي درسي ټولګي، درسي مواد او د زده‌کوونکو د ناستې لپاره فرشونه نه لري چې په وینا یې، دولت باید ورته پام وکړي.

سید رحمت د غزني په جغتو ولسوالي کې ښوونکی دی. هغه وايي، هغه ښوونځی چې دی په‌کې تدریس کوي، د ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ دی او دا ستونزه یې سره له دې چې څو ځله د غزني له پوهنې ریاست سره شریکه کړې، خو هېڅ پام ورته نه‌دی شوی.

د غزني له دیني مدرسو سره د مرستې لپاره داسې مهال ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست روان کال د ۲۹۱ میلیونه افغانیو بودیجې له کمښت سره مخ دی.

د غزني د پوهنې ریاست مرستیال میرنصیراحمد حسینی په دې اړه وايي: «موږ نږدې ۲۹۱ میلیونه کمښت لرو. بودیجه بشپړه نه‌ده. په مرکز کې یې لپاره عریضې شوې دي. هیله لرو چې له هغې خوا دا ستونزه حل شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د ښوونې او روزنې برخې کارپوه عنایت اندېشمند بیا په غزني کې د ښوونځیو او دیني مدرسو برخه کې د حکومت پر دوه‌ګوني چلن نیوکه کوي او وايي، زیاتره دیني مدرسې د خلکو د مرستو په وسیله خپل لګښت برابروي او ډېرو مرستو ته اړتیا نه‌لري.

د یادونې ده چې اوس په غزني کې نږدې ۵۰۰ دیني مدرسې فعالیت کوي او ګڼ‌شمېر هغه یې خپل لګښتونه د سیمې د خلکو او سوداګرو د مرستو له لارې برابروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام