د پوهنې سرپرست نور‌الله منیر، د لوګر ولایت د پوهنې عمومي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال وویل چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې به سترې دیني مدرسې جوړې کړي.

منیر په دغه ولایت کې له یوه ښوونځي او د پوهنې ریاست له کارکوونکو سره تر لیدنې وروسته، یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې ا.ا په پام کې لري، څو د هېواد په کچه هر ولایت یوه لویه مدرسه او د ولسوالیو په کچه له ۳ څخه تر ۱۰ پورې دیني مدرسې جوړې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پوهنې سرپرست د خپلو خبرو په ترڅ کې، که څه هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تړلو ښوونځيو په تړاوو څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې پوهنې وزارت د اسلام په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو زده‌کړو ته  ژمن دی او دوی ته به د اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د لوګر والي عنایت‌الله شجاع هم په دغه ولایت کې د پوهنې پر وړاندې پر شته ستونزو او لاسته راوړونو خبرې وکړې او ټینګار وکړ چې اسلامي امارت ژمن دی چې ولس ته د پوهنې په برخه کې لازم خدمات وړاندې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې د پوهنې وزیر لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مرکز پل علم اړوند د کل‌نګار جهادي لېسې څخه هم لیدنه وکړه او د دې لېسې درسي بهیر یې له نږدې ولیده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام