د کورنیو چارو وزارت د محلي پولیسو یوه داسې قطعه روزي چې له مخې به یې ۳۰۰۰۰ سیمه‌ییز پولیس د دغه وزارت په چوکاټ کې د ولسوالیو د امنیت د خوندیتوب په موخه دنده ترسره کوي.

د کورنيو چارو سرپرست جنرال عبدالستار ميرزکوال نن په پکتيا کې يوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، امنيتي ځواکونه به ډېر ژر په هېواد او په ځانګړي ډول پکتيا کې هغه ولسوالۍ بېرته ترلاسه کړي چې د امنیتي ځواکونو له لوري طالبانو ته پرېښودل شوې وې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ميرزکوال همداراز وویل چې کورنيو چارو وزارت په پام کې لري، د هېواد په کچه د سميه‌یيزو پوليسو په چوکاټ کې ۳۰زره پوليس د لنډ مهال لپاره وروزي او په خپلو ولسواليو کې به د خلکو امنيت ساتي.

هغه وویل: « ۳۰ زره کسان موږ ته منظور شوي دي، دا يې دفاع وزارت ته سپارل ما وړانديز وکړ چې لس زره کورنيو چارو وزارت ته ورکړئ، اخير پايله دا شوه چې ټول يې کورنيو چارو وزارت ته ورکړل، داسې قطعه به جوړه کړو، چې ښه وسله به هم لري، ډوډۍ به هم ښه وي، دا به په محلي پوليسو کې جوړو، زياته برخه به پکتيا ته ورکوم.»

د پکتيا اوسېدونکي وايي، د امنيتي ځواکونو سره د ملاتړ لپاره د هرې ولسوالۍ خلک ولاړ دي او ډېر ژر به د خپل ځان او وطن ساتنې لپاره وسله واخلي. دوی غوښتنه کوي، هغه ولسوالۍ چې له جګړې پرته طالبانو ته سپارل شوې، لاملونه دې معلوم  او مسوول کسان دې محاکمه او مجازات شي.



په ورته مهال د ولسي جرګې غړی ډاکټر يارباز حميدي وایي، هغه کسان چې د طالبانو په ګټه یې چارواکي هڅول چې ولسوالۍ طالبانو ته ور پرېږدي، د کشفي او اړوند ادارو له لوري باید ونیول شي.

د کورنيو چارو مسوولان پرته له مقاومته د ولسواليو پرېښودو په اړه وايي، د ولسوالیو د سقوط په اړه به جدي پلټنه پيل کړي او له څېړنې وروسته به هغو کسانو ته سزا ورکړي چې په خپلو دندو کې یې ناغېړي کړې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام