Asset 1SWN

لوګر کې د نرخونو کنټرول او احتکار مخنیوي کمېسیون جوړ شو

4349e500-b895-42bb-a88a-697bab6b6980

د لوګر چارواکي وايي چې په مرکز او ولسوالیو کې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د نرخونو کنټرول او احتکار مخنیوي په موخه د ولایت مقام په رهبرۍ یو کمېسیون جوړ شوی دی.

د یاد کمېسیون لومړۍ غونډې ته د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، سوداګرو او هټیوالو ته په‌کار ده چې په هېوادوالو په مناسب بیه خوراکي او غیرې خوراکي توکي وپلوري او له احتکار څخه ډډه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې محلي مسوولانو ته دنده سپارل شوې چې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو نرخونه کنټرول کړي، که څوک سړغړونه وکړي قانون ته دې به یې وسپاري.

د جوړ شوي کمېسیون غړي او منشي شبیراحمد صدیقي وویل، دغه کمېسیون د اقتصاد وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا د حکم په بنسټ جوړ شوی ده چې ولایت مقام یې رهبري او یو شمیر نور مهمې ادارې یې غړیتوب لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې په دغه ولایت کې د لوړو نرخونو او احتکار مخنیوي په موخه ګډ کمېسیون جوړ شو، خو غوښتنه کوي چې دغه کمېسون دې په ټولو سیمو کې په رښتونې توګه او عملي کار وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام