د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د اوزبیکستان هېواد د مرستو یوه جوپه د حیرتان سوداګریز بندر له لارې هېواد ته رارسېدلې ده.
دغه مرسته چې ۴۰ مټریک ټُنه اصلاح شوي کرنیز تخمونه دي، (یکشنبه، د غويي۲۰مه) د حیرتان په سوداګریز ښارګوټي کې حکومتي مسوولانو ته وسپارل شوه.
ویل کېږي چې په دغو مرستو کې د پنبې تخمونه، د شولو تخمونه او د سبزیجاتو بېلابېل تخمونه شامل دي چې موخه یې د هېواد د کرنې پیاوړتیا ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرنې وزارت د غلودانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا رییس مصباحالدین مستعین ویلي، ټاکل شوې چې دغه تخمونه د ځانګړې شوې ونډې له مخې، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته ووېشل شي.
مستعین زیاته کړې چې دا مرسته کولای شي د کرنیزو حاصلاتو د کیفیت په ښهوالي او د تولیداتو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.