د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د ایران د اټومي تاسیساتو د لهمنځه وړو او له دغو مرکزونو څخه د غني شویو یورانیمو د ایستلو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا کار باید «ان په زور» وشي.
نتنیاهو له یوه امریکايي ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، اسراییلو ایران ته «لویه ضربه» ورکړې، خو جګړه لاهم پای ته نهده رسېدلې.
بل لور ته، د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان پر خپله اېکسپاڼه په خپاره کړي پیغام کې ویلي، ایران به «هېڅکله د دښمن پر وړاندې سرټیټ نهکړي» او خبرې د «تسلیمۍ یا شاتګ» معنا نهلري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې تهران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د وروستي وړاندیز په اړه خپل ځواب د پاکستاني منځګړي له لارې استولی دی.
پاکستان هم ویلي چې د ایران ځواب یې امریکا ته رسولی دی.
د ایرنا د راپور له مخې، د خبرو په اوسني پړاو کې د ایران ځواب په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو پر موضوع تمرکز لري.