Asset 1SWN

سلام وطندار

بې‌پایلې خبرې؛ د نفتو نړیوالې بیې څلورسلنه لوړې شوي

oil-barrels-on-black-background-with-golden-world-map

د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرو د بې‌پایلې رسېدو سره هم‌مهاله نن دوشنبه، مې ۱۱مه، د تېلو نړیوالې بیې شاوخوا پنځه ډالره د هر بېرل په اندازه لوړې شوې دي.

د برنټ خامو تېلو د قراردادونو بیه ۴.۵۳ ډالره یا ۴.۴۷سلنه لوړه شوې او سهار ۱۰۵.۸۲ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د جمعې پر ورځ هم ۱.۲۳سلنه لوړه شوې وه.

همدارنګه د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خام تېلو بیه ۱۰۰.۱۴ ډالرو ته لوړه شوې چې ۴.۷۲ ډالره یا ۴.۹۵سلنه زیاتوالی ښيي، وروسته له هغې چې په تېرې معاملاتي غونډه کې هم ۰.۶۴ سلنه لوړه شوې وه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له هغه وروسته چې ډونالډ ټرمپ پرون د امریکا د سولې وړاندیز ته د ایران ځواب «ناسم» وباله، د امریکا او ایران ترمنځ د ۱۰ اوونیو شخړې د پای ته رسېدو هیلې کمزورې شوې.

ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې پر ورځ بېجینګ ته لاړ شي او د امریکايي چارواکو په وینا، هغه به له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره د نورو مسایلو ترڅنګ د ایران د قضیې په اړه هم خبرې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام