ټاکل شوې سبا دوشنبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې د افغانستان د وضعیت څېړلو په موخه نړیواله غونډه جوړه شي چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په مشري یو پلاوی هم دغه غونډه کې د ګډون لپاره نن ازبکستان ته تللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل سلاموطندار ته ویلي چې دغه کنفرانس کې د شاوخوا شلو هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي او د افغانستان د وضعیت او نورو ګڼو مسلو په اړه په کې خبرې کېږي.
نوموړي وویل: «د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان د اوسني وضعیت څېړلو او اقتصادي ودې لپاره ناسته ترسره کوي، انشاالله د افغانستان اسلامي امارت ورته خوشبین دی چې دا نړیوال کنفرانس چې تاشکند کې جوړېږي، د افغانستان د پرمختګ لپاره ښي پایلې ولري.»
خو د چارو یوشمېر شنونکي د افغانستان په اړه تاشکند کې د جوړېدونکي غونډې په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د چارو شنونکی نصرتالله حقپال سلاموطندار ته ویلي چې ازبکستان د امریکا په هڅه او غوښتنه د ځانګړو موخو لپاره دا ډول ناستې جوړوي او په عمل کې به مهمې پایلې ونهلري.
نوموړي زیاته کړه چې ازبکستان له امنیتي پلوه هم د افغانستان له لوري اندېښنې لري او غواړي په دې کنفرانس کې یو ځل بیا د اسلامي امارت له چارواکو ډاډ ترلاسه کړي او له ورسره تعامل ولري.
د هغه په وینا، دغې ناستې او نورو مواردو ته په کتو امریکا اسلامي امارت سره د تنبیې سیاست پر مخ وړي او د خپلو غوښتنو د منلو لپاره پرې فشار راوړی، خو بل لور بیا نهغواړي چې د اسلامي امارت حکومت منزوي شي، ځکه وېره لري چې نورو کارونو او هېوادونو ته مخه نهکړي.
د نصرتالله حقپال په اند یاده غونډه کې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې مسله هم مطرحه کړي، خو په وینا یې، د رسمیت پېژندنې مسله به حل نه شي او یوازې به د مرستو د دوام ژمنې تازه شي.
په ورته وخت کی د سیاسي چارو یو بل کارپوه محبالله شریف بیا د افغانستان په تړاو نړیوالې ناستې د افغانانو په ګټه بولي او وايي، که د لنډمهال لپاره یې عملي پایلې معلومې نهشي، د راتلونکې لپاره به هرومرو پایلې ولري.
نوموړی وایي، که د تاشکند په څېر نړیوالو غونډو کې د افغانانو په استازیتوب ګډونکوونکي د نورو هېوادونو اندېښنو ته مثبت ځواب او ډاډ ورکړي، پایلې به یې مثبتې وي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
تاشکند کې د افغانستان وضعیت په اړه دغه غونډه داسې حال کی جوړيږي چې تر دې وړاندې هم ځینو هېوادونو کې ورته ناستې شوي، خو د پام وړ پایلې یې نه دي لرلي، څو وکولای شي، روانو سختو شرایطو کې د افغانانو ستونزې هوارې کړي.