Asset 1SWN

د خوړو او درملو اداره: د افغانانو شل سلنه د اړتیا وړ درمل هېواد کې تولیدېږي

عبدالباری-عمر،-سرپرست-اداره_ی-ملی-غذا-و-دارو-qagsbjbtbjxs95kso74uge9tvat7ode22sq0uumt8o

د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولانو ملت ته د دولت حساب ورکونې غونډه کې وویل چې اوس د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو کارخونې کولای شي چې له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې د افغانانو اړتیاوې پوره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ادارې رییس عبدالباري عمر وايي، یادې ادارې تېر کال د درملو جوړولو د لسو کارخونو په ګډون، څه باندې د درملو جوړولو ۲۰۰۰ مرکزونو ته د فعاليت اجازه ورکړې ده.

نوموړی زیاتوي: «هېواد کې ۵۸ کارخونې چې درمل او روغتیايي محصولات تولیدوي، فعالې دي. دا کارخونې له ۵۳۰ تر ۵۵۰ ډوله روغتیايي لوازم تولیدوي. د بازار له ۱۵ تر ۲۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي.» هغه وايي چې سږ کال به د درملو جوړولو نږدې څلور زرو مرکزونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شي.

په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د څارنې رییس سیدمومند فدايي وايي، دغې ادارې تېر کال له ټول افغانستان څخه شاوخوا ۳۰۰ ټنه بې‌کیفیته درمل راټول او له منځه وړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د خوړو او درملو ملي ادارې د شمېرو له مخې، تېر کال په هېواد کې ۵۵۰ ډوله درمل تولید شوي او د څه باندې ۷۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۲۲ ډوله درمل او روغتیايي توکي له نورو هېوادونو را وارد شوي دي.

باید وویل شي چې اوس د افغانستان ۳۰ سلنه وارداتي درمل په ناقانونه توګه هېواد ته را وړل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام