د درملو او روغتیايي محصولاتو ټولنې مسوولان افغانستان ته په پراخه کچه د بېکیفیته درملو د قاچاق او واردولو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، هر کال هېواد ته د خلکو له اړتیا زیات درمل او روغتیايي محصولات قاچاقېږي.
د یادې ټولنې فرهنګي مسوول محمدذکي ذکاوت په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې هېواد ته قاچاق شوي درمل او روغتیايي محصولات تر ډېره زېرمه کېږي چې پر ګڼشمېر یې وخت تېر او لهمنځه وړل کېږي.
هغه وویل: «هر کال د یو ملیارډ ډالرو په ارزښت درمل په مستقیم او غیرمستقیمه توګه هېواد ته قاچاقېږي چې دا د مصرفونکو له اړتیا ډېر شمېر دی. د درملو او خوړو ادارې له لوري ۱۰۰ ټُنه درمل ضایع کېږي چې د هېواد شتمنۍ ته زیان رسوي.»
هغه همداراز زیاته کړه، که هېواد ته د قاچاق له لارې د واردونکو درملو مخه ونه نیول شي، دغه صنعت به افغانستان کې د ورکېدو له ګواښ سره مخ شي.
نوموړي وویل: «موږ هېواد کې د درملو ۸۸ کارخونې لرو چې ۵۶ یې عملا تولید لري. که د قاچاق مخه ونه نیول شي او دې برخه کې ملاتړ، قوانین او پاملرنه ونهشيږ دغه سکتور به د ورکېدو له ګواښ سره مخ شي.»
د سونا فارما شرکت رییس سیدنور پاچا وايي چې درمل باید د قانون پر بنسټ او له څارنې وروسته هېواد ته وارد شي.
هغه وویل: «موږ باید درمل وپېژنو او د یوه مصرفي جنس په توګه نظر ورته وکړو. موږ د قانون تر چتر لاندې د درملو واردات او صادرات لرو. د جيامپي تر اصولو لاندې او له الف تر ی د درملو جوړولو سېسټم موږ سره شته او بیا هم اجازه ورکړو چې له دې کارخونو درملو راشي او زموږ په لابراتوارونو کې تجزیه او تعین شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خفیفه صنعت رییس فیضمحمد وايي چې افغانستان ته د قاچاقي درملو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.
د نوموړي په وینا، په دې وروستیو کې دغه وزارت د ۱۵ هغو اقلامو واردات بند کړي چې په هېواد کې دننه تولیدېږي. هغه وویل: «په نږدې راتلونکې کې به ټولو بندرونو کې ټول واردات چې لرو، په یوه مرکز کې چک کېږي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې هېوادوال تل په درملتونونو کې د بېکیفیته او نااغېزه درملو له شتون څخه شکایت کوي.