د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولان نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په هېواد کې د بې‌کیفیته خوړو او درملو د راټولو په موخه د « بې‌کیفیته درملو او خوړو د سوځولو» تر نامه لاندې ملي کمپایل پیل کړی دی.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې رییس عبدالباري عمر وویل، د دې کمپاین له لارې توانیدلي چې تراوسه ۲۶۹۱ خوراکي توکي او اضافي درمل له منځه یوسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ښاغلی عمر زیاتوي، د دغه پروګرام په ترڅ کې هڅه کوي چې د خوړو او درملو کیفیت معیاري کړي او درملو او خوراکي توکو ته هم نرخ وټاکي څو له دې وروسته ټول شرکتونه پرې عمل وکړي.

عبدالباري عمر وایي: « ۲۶۹۱ قلمه خوراکي توکي چې ۹۲ تُنه کېږي او ناقانونه دي او نه شریعت کې ورته جواز شته او د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو سره هم برابر نه دي اوس سوځول کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې ادارې مسوولان په دې غونډه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د هېواد په روغتیایي سیسټم کې نور د نامطلوب او ناقانونه خوارکي توکو تولید لپاره ځای نشته او له دې وروسته هغو خوراکي توکو او درملو ته د تولید اجازه ورکول کېږي چې ښه کیفیت ولري او په قانوني ډول تولید شوي وي.

په افغانستان کې د با‌کیفیته خوراکي توکو او درملو کمښت له ډېرې مودې راهیسې یوه اساسي ستونزه ده. په تېر حکومت کې هم هېوادوال تل د خوړو او درملو له ټیټ کیفیت څخه شکایت درلود

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام