د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمر نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال خبرداری ورکړی چې د درملو واردونکي شرکتونه او هغه درملتونونه به وتړل شي چې فعالیتونه یې له طبي معیارونو سره په ټکر کې وي.

نوموړی وايي، که چېرته دغه شرکتونه او درملتونونه له طبي معیارونو سره سم خپل فعالیتونه مخته یو نسي او په دې برخه کې بې غوري وکړي، د عامې روغتیا وزارت له جدي ځواب سره به مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت اداري او مسلکي مرستیال مولوي اسحاق عاصم هم وايي چې بې‌کیفیته درمل د دغه وزارت د بدنامۍ لامل کېږي او له دې وروسته باید دغې موضوع ته په کمه سترګه ونه کتل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو همداراز د درملو واردونکو شرکتونو ته ژمنه ورکړه چې ستونزو ته به یې رسېدنه کوي او د لا پانګونې لپاره به ورته زمینه برابروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام